د امريکې خارجه محکمې د شورو په ورځ دوه وسله والې ډلې طارق ګيدړ ګروپ (ټي جي جي) او جماعت الدعوه القران (جی ډي کيو) د نړيوالو ترهګرو ګرځول شوؤ ډلو په فهرست کې شامل کړي دي .
طارق ګيدر ګروپ د تحريک طالبان پاکستان سره اړونده ډله ده، دغه ډله پېښور کې په ارمي پبلک سکول او چارسده کې باچاخان پوهنتون باندې بريد کې ککړه وه .
جماعت الدعوه القران نومې ډله د افغان طالبانو او لشکر طيبه سره تړاؤ لري .
امريکا هغه ډلې د نړيوالو ترهګرو ګرځول شوؤ په فهرست کې شاملوي کومې چې خلک ترهګرۍ ته راپاروي او ترېنه د ترهګرۍ خطره وي او يا هغه د امريکې د خارجه پاليسۍ، معيشت او امريکايي وګړودپاره خطره وي .
په دغو ډلو بندوېزونه لګول کيږي د امريکا په عملدارۍ کې ټول هر ډول جائېداد يې ضبط کولی شي .
د امريکې محکمه خارجه ويلي ټي د ټي جي جي ډلې نه يواځې يو شمېر وژونکي بريدونه په غاړه وو بلکې پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې ترهګر بريد چې پکې د ماشومانو په ګډون ۱۳۲ کسان وژل شوي په دغه بريد کې يې هم لاس درلود .
په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکي سکول باندې دغه بريد شوی ؤ .
د ټي جي جي ډلې مشر عمر منصور باچاخان پوهنتون باندې د بريد پلان کولو مرکزي کردار ګڼل کيږي . په پوهنتون شوي بريدکې د زده کړو کوؤنکو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او د ۶۰پورې نور ژوبل شوي وو .
باچاخان پوهنتون باندې د روان کال د جنورۍ په ۲۰م نېټه وسله وال بريد شوی ؤ .
د دې نه علاوه دا ډله په کال ۲۰۱۰م د برطانيې د يو خبريال وزيرستان ته په تښتولو او په کال ۲۰۰۸م کې د پولېنډ يو ځمکوپوهان تښتولی او سر يې ترې قلم کړی ؤ .
د امريکې د محکمه خارجه ترمخه جی ډي کيو ډله د څو بريدونو سره په کال ۲۰۱۰م کې د برطانيې يوه کار کوؤنکي د افغانستان کونړ صوبې ته تښتولې وه .
راپورونه وايي جی ډي کيو وسله واله ډله پېښور او د افغانستان ختيځو سيمو کې فعاليت لري .
محکمه خارجه ويلي د نني (شورو د ورځې) دغه ګام امريکايي اولس او نړيواله ټولنه خبروي چې ټي جي جي او جی ډي کيو دواړه فعاله ترهګرې ډلې دي .