This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3340086.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-09. The original page over time could change.
د افغان جګړې ختمولو په لړ کې پاکستان د امريکا تورونه ردکړي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

د افغان جګړې ختمولو په لړ کې پاکستان د امريکا تورونه ردکړي


چارواکو ويلي اړيکې په دې خرابې شوي چې امريکا په پاکستان د حقاني شبکې د ملاتړ تورونه لګوي ، ولې پاکستان وايي دغه تورونه بې اساسه دي .

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د امريکا لخوا هغه بيان ته سخت غبرګون ويلي په کوم کې چې وئيل شوي پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې پوره هڅې نه دي کړي . چاوراکو ويلي دوې د دغو تورونو نه دا مطلب اخلي چې امريکا په افغانستان کې په پوځي برخه کې ماتې خوړلې ده .

اسلام اباد مني چې په ورستيو کې يې واشنګټن سره بيا اړيکې خرابې شوي دي .

چارواکو ويلي اړيکې په دې خرابې شوي چې امريکا په پاکستان د حقاني شبکې د ملاتړ تورونه لګوي ، ولې پاکستان وايي دغه تورونه بې اساسه دي .

د پاکستان د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزيز په ورستيو کې پارلمان ته ويلي حقاني شبکه اوس هم د امريکا د اندېښنې مهمه موضوع ده .

​په ورستيو کې د امريکې د بهرنيوچارو د کمېټۍ مشر سېنېټر باب کروکر خپل واک کارولی او د امريکا په فنډ د پاکستان اېف ـ ۱۶ الوتکو اخستل يې رد کړي دي . باوجود د دې چې اسلام اباد دغه الوتکې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مهمې بولي .

د شورو په ورځ د امريکا د کانګرس غړو يو بِل پاس کړی چې د پاکستان په پوځي امداد دې بندېزونه سېوا کړی شي .

کانګرس په دواړو معاملو کې نيوکې کړي چې پاکستان د افغان حکومت په ضد عمليات کوؤنکې حقاني شبکې او هغې سره اړونده وسله والو په قابو کولو پاتې راغلی دی او په ضد ېې ګامونه نه اخلي .

د پاکستان د ملي امنيت سره اړونده يو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ويلي اوباما انتظاميه هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په اسلام اباد واچوي .

د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه وايس اف امريکا سره په مرکه کې ويلي پاکستان د امريکا په ګډون د څلور هيواديزې ډلې لخوا د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ کوي .

روانه اونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه راجوړې يوې غونډې ته په وينا کې جنجوعه وويل په پاکستان ځکه تور لګول کيږي چې د امريکا په مشرۍ ائتلاف افغان جګړه کې خپل بری نه ويني .

جنجوعه وويل " هغه ټول کمانډران چې په افغانستان کې دي کله چې د هغوې احستاب کيږي او هغوي برياوي نه وي ترلاسه کړي، هغوې بيا د پاکستان په خاوره د طالبانو او حقاني ډلې د موجودګۍ تورونه لګوي" .

پخواني پوځي جنرال وئيلي چې امريکا حتی چې د کابل او طالبانو سياسي جوړ جاړي دپاره د پوځي قوت نه کار اخلي .

جنجوعه وويل " دوې سټراټيجي جوړه کړې وه چې عسکر زيات کړي او سوله راولي، هغه وويل تاسو يو کس له په مخ سپېړه ورکړئ او بيا د هغه نه وغواړئ چې تاسره کښېني او روغه درسره وکړي" .

هغه د کال ۲۰۰۹م د امريکا صدر باراک اوباما هغې پرېکړې ته په اشارې کولو وويل چې نور امريکايي عسکر يې زيات کړل چې طالبان کمزوري کړي او د خبرو مېز ته يې راولي .

د امريکايي او افغان پوځي چارواکو په وينا د حقاني شبکې پاکستاني پوځ او استخباراتوسره اړيکې دي او افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي سيمو کې فعاليت لري .

امريکا په سيمه کې حقاني شبکه تر ټولو خطرناکه ډله ګرځوي او وايي چې افغانستان کې په ځايې او بهرنو ځواکونو غټو باندې د بريدونو په شا د دغه ډلې لاس ؤ .

جنجوعه ويلي پاکستان د افغانستان سره په پوله پرته علاقه کې دوه لاکه عسکر په ځاې کړي چې دغه سيمه د ټولو وسله والو څخه پاکه کړي او حکومتي رټ په ځاې کړي . هغه ويلي پاکستان په دغه جګړه کې د زرګونو په شمېره کې د سرونو قربانۍ ورکړي او معيشيت ته يې ترې د۱۰۷ بيلنه ډالرو تاوان اوختی دی .

جنجوعه د افغان سولې په عمل کې د طالبانو نه شاميليدو علتونه څه په دې ډول وړاندې کړل چې ، افغانستان کې يوه غلط فهمي وه چې د اشرف غني حکومت به دوه کال پوره نه کړي، بل د افغان مشرانو ترمنځ د اړيکو کموالی يا په يو نظر موافق کېدل او د ملاعمر د مړينې نه پس د طالبانو خپلمنځي اختلاف رامنځته کېدل .

د امريکا د بهرنو چارو د وزارت وياند جان کربي هم منلې چې دا وخت د پاکستان او امريکې اړيکې د مشکلاتو ښکار دي .

Back to top
XS
SM
MD
LG