دسوريې ديرالزور سيمه کې تندروه ډلې داعش په يو روغتون بريد کړى او لږ ترلږه شل کسان يې وژلي او روغتيايي عمله يې يرغمال کړې ده.
دشام په وضعيت د نظر ساتونکې ډلې سيرين آبزرويټري فار هيومن رايټس مشر رمي عبدالرحمان په دغه اړه ميډيا ته ويلي دي ويلي دي داعش په الاسد نومې روغتون دديرالزور ښار په لويديزه برخه کې بريد کړى او لږ ترلږه ٢٠ عسکر او حکومت پلوه جنګيالي يې وژلي دي.
هغه دا هم ويلي دي جنګيالو په روغتون قبضه کړې او روغتيايي عمله يې يرغمال کړې ده.
داعش ويلي دي ٢٥ حکومتي عسکر يې وژلي او درې يې بنديان کړي دي.
خبري ادارې رويټرز پخپل يوراپور کې دسرچينو له خُلې ويلي حکومتي ځواکونو په روغتون بيا کنټرول ترلاسه کړى دى.
دسوريې حکومت او روسيه دغه ښار کې امدادي مواد غورځوي او دديرالزور ولايت خواوشا کې دداعش هدفونه په نخښه کوي.