This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3328646.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-09. The original page over time could change.
دحکومتي تګلارې لاندې کميشن نه شي جوړيدى،مشر قاضي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

دحکومتي تګلارې لاندې کميشن نه شي جوړيدى،مشر قاضي


دمشر قاضي لخوا دقانون وزارت ته ليکل شوي خط کې ويل شوي دي ترڅو چې مناسبه قانون سازي نه وي شوي تر هغې به ستره محکمه دپاناما ليکس په اړه کميشن نه جوړوي.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

دميډيا راپورونه وايي دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي انور ظهير جمالي دپاناما ليکس دمعاملې پلټنو لپاره دعدالتي کميشن جوړولو څخه انکار کړى او ويلي يې دي دحکومتي تګلارې لاندې کميشن نه شي جوړيدى.

دمشر قاضي لخوا دقانون وزارت ته ليکل شوي خط کې ويل شوي دي ترڅو چې مناسبه قانون سازي نه وي شوي تر هغې به ستره محکمه دپاناما ليکس په اړه کميشن نه جوړوي.

مشر قاضي ويلي دي دکميشن دجوړول کيدو په اړه چې ورته کومه تګلاره وړاندې کړل شوې دهغې لاندې پلټنو مکمليدو کې څو کلونه لګيدى شي.

مشر قاضي ويلي دي دکومو کسانو او ډلو په ضد چې پلټنې پکار دي که چرې دهغوي لړ کې ورته په انفرادي توګه تفصيلات ورکړى شي نو عدالت بيا دکميشن په جوړولو غور کولى شي.

مشر قاضي په ډاګه کړې دپلټنو لپاره ورته دنوازشريف دکورنۍ دغړو نومونه هم نه دي اخستل شوي.

تيره مياشت دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي.

ددغو انکشافاتو څخه وروستو وزيراعظم نوازشريف هيواد کې دمخالفو ګوندونو له لوري سخت فشار سره مخ دى او په تيرو څو اوونو کې هغه نه يواځې دا چې قام ته دوه ځله په ټي وي خطاب کولو ته مجبور شوى بلکې ددغه معاملې دپلټنو لپاره يې دسترې محکمې مشر قاضي ته دعدالتي کميشن دجوړولو لپاره خط هم ليکلى ؤ.

خو ددې باوجودهم پاکستان کې مخالف ګوندونه دحکومت له لوري ددغه کميشن په تګلاره نيوکې کوي او دوه لويې مخالف ګوندونه پيپلز پارټۍ او تحريک انصاف وزيراعظم نوازشريف څخه دمستعفي کيدو غوښتنې او په اولسي کچه داحتجاج کولو دړکې کړي دي

خو څو ورځې دمخه تحريک انصاف، پيپلز پارټۍ، جماعت اسلامي، متحده قومي موومنټ، عوامي مسلم ليګ، پاکستان مسلم ليګ(ق) او بلوچستان نيشنل پارټۍ( عوامي) په ګډون مخالف ګوندونه دوزيراعظم دمستعفي کيدو دغوښتنې څخه تير شوي او دعدالتي کميشن په اړه يې پخپل مينځ کې په تګلاره اتفاق کړى.

پخپل مينځ کې دصلاح مشورې وروستو دپاکستان مخالفو ګوندونو دستر قاضي په مشرۍ کې دپاناما ليکس دپلټنو لپاره ديو درې کسيز عدالتي کميشن غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو دغه کميشن دې دوزيراعظم او دهغه دکورنۍ په ضد ددريوو څخه څلورو مياشتو کې پلټنې وکړي او له دې وروستو دې دهاغو نورو پاکستانيانو څخه هم پلټنې وشي دکومو نومه چې پاناما اسنادو کې راغلي دي.

داپوزيشن تګلاره کې چې کومې غوښتنې مخې ته راغلي دهغې ترمخه وزيراعظم او دهغه کورنۍ ته به په ځان لګول شوي تورونه غلط ثابتول او ځان دپلټنيز کميشن په وړاندې پيش کول وي.

مخالفو ګوندونو غوښتنه کړې وه چې نوازشريف دې دکال ١٩٨٥ء څخه ٢٠١٦م پورې دخپل جايداد تفصيلات مخې ته راوړي، دا خبره دې په ډاګه کړى شي چې دوزيراعظم او دهغه دکورنۍ دامدن سرچينې څه وې، په کومو بينک اکاؤنټونو کې يې خپلې پيسې ايښودې وې، ايا په دغه امدن انکم ټيکس ادا کول نه وو پکار؟، دنيب او ايف ايي په ګډون به ټولې مرکزي او صوبائي ادارې دکميشن دمرستې پابندې وي.

خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وروستو يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دعدالتي کميشن لپاره دمخالفو ګوندونو دغه تګلاره رد کړې وه اودعوه يې کړې وه چې مخالف ګوندونه دبډو رشوتونو پځايې يواځې يو تن( وزيراعظم نوازشريف) په نخښه کوي.

خو ددې پځايې دکميشن لپاره حکومتي تګلاره کې ويل شوي دي کميشن دې دپاکستاني وګړو، پاکستاني نژاده غيرملکيانو او ادارو څخه پاناما يا کوم بل هيواد کې دغيرملکي کمپنيو په اړه پلټنې وکړي.، کميشن ته به دموجوده يا پخواني اولسي چوکو لرونکو کسانو څخه دپلټنو اختيار وي، کومو چې دسياسي اثرورسوخ په کارولو سره دخپلې کورنۍ قرضې بخښلي يا يې دبډو رشوتونو او کميشن له لارې اخستل شوې پيسې بهر ملک ته ليږلي وي.

حکومتي تګلاره کې ويل شوي وو کميشن به دا خبره معلوموي چې ايا دپاناما ليکس دتورونو ترمخه دکوم پاکستاني قانون څخه سرغړونه شوې که نه؟

دوه ورځې دمخه پاکستان کې مخالفو ګوندونو يوه غونډه کې وزيراعظم نوازشريف لپاره يوه سوالنامه هم جوړه کړې وه چې پکې لندن کې دهغه دجايداد، غيرملکي کمپنيو او ټيکسونو دادا کولو په اړه ترې داوو پوښتنو ځوابونه غوښتل شوي وؤ.

Back to top
XS
SM
MD
LG