عراقي پوليس او دهسپتال سرچينوويلي دتندروه ډلې داعش لخوا دبغداد دشيعه مسلمانانو اکثريتي سيمه کې ترسره شوې يوه موټري بم چاؤدنه کې د٦٠و څخه زيات کسان وژل شوي او د٨٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
تندروه ډلې داعش ددغه بمي چاودنې پړه په غاړه اخستې او ويلي يې دشيعه مليشې جنګيالي يې په نخښه کړي دي.
سرچينې وايي دبارودي موادو څخه دډک ګاډي له لارې دغه چاودنه په صدر ښار کې دخلکو دګڼې ګوڼې په يو بازار کې ترسره شوې ده، دپيښې ښکار زياتره ښځې دي او ژوبل شوو کې دګڼو حالت مرګونى دى.
دميډيا راپورونه وايي يو ځانمرګي دشيعه مليشې جنګيالي په نخښه کړي دي.
يو عيني شاهد ايسوسي ايټډ پريس ته ويلي موټري بم يو پک اپ ټرک و چې دميوې او سبزۍ څخه ډک و، هغه وويل ډرايور ګاډى يو ځايې کې اودرولو او بيا سمدستي دخلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک شو.
که هر څو بغداد کې دتيرو وختونو په پرتله امنيتي وضعه کې يو څه ښه والى راغلى خو دغلته اوس هم اکثره مهال په امنيتي ځواکونو او اولسي وګړو بمي چاودنې کيږي.