This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3324652.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-09. The original page over time could change.
علي حيدر ګيلاني افغانستان څخه پاکستان ته رسول شوى

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

علي حيدر ګيلاني افغانستان څخه پاکستان ته رسول شوى


دپنجاب دپنجاب صوبې سرښار لاهور په هوايي اډه دعلي حيدر ګيلاني هرکلي ته دهغه کورنۍ او دپيپلز پارټۍ ګڼ شمير غړي ورټول شوي او په دغه مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

تيره ورځ افغانستان کې دځانګړو پوځي عملياتو په مهال راخوشې کړل شوى دپاکستان دپخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ځوې علي حيدر ګيلاني دافغانستان دپلازمينې کابل څخه ديوې ځانګړې الوتکې له لارې پاکستان رسول شوى دى.

دپنجاب دپنجاب صوبې سرښار لاهور په هوايي اډه دعلي حيدر ګيلاني هرکلي ته دهغه کورنۍ او دپيپلز پارټۍ ګڼ شمير غړي ورټول شوي او په دغه مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا وينا ده دعلي حيدر ګيلاني هيواد ته دبيرته راوستو لپاره يوه ځانګړې الوتکه کې دبهرنو چارو دوزارت لوړپوړي افسران او دعلي حيدرګيلاني ورور علي قاسم ګيلاني کابل ته تللي.

علي حيدرګيلاني کابل کې دافغانستان ددفاع وزارت دپاکستان سفير سيد ابرار حسين ته سپارلى او وروستو هغه دکابل دهوايي اډې څخه ديوې ځانګړې الوتکې له لارې پاکستان ته روان کړل شوى و.

حيدر ګيلاني دنهې په سحر دافغانستان دسويل ختيځ ولايت پکتيکا څخه دافغان او امريکايي ځواکونو دځانګړو عملياتو په مهال راخوشې کړل شوى و.

هغه پاکستان کې د٢٠١٣م دټولټاکنو څخه دوه ورځې دمخه دمئ په نهمه نيټه دملتان ښار څخه تښتول شوى و.

علي حيدر ګيلاني دپنجاب اسمبلۍ دپي پي ٢٠٠ چوکۍ څخه دپيپلز پارټۍ په ټکټ ټولټاکنو کې برخه اخسته او دانتخابي مهم په مهال يې يوې جلسې ته وينا کوله چې په دغه مهال نامعلومو وسله والو جلسه کې ډزې کړې وې چې له امله يې دعلي حيدرګيلاني دشخصي سکتر محي الدين په ګډون دوه کسان وژل شوي وو او وسله والو هغه تښتولى و.

دپاکستان دخارجه دفتر څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي دافغانستان دقومي سلامتۍ مشاور محمد حنيف اتمر خپل پاکستاني سيال سرتاج عزيز سره ټيليفوني خبرو کې دحيدرګيلاني دراخوشې کيدو پخلى کړى.

پاکستان کې دافغانستان سفير عمر زاخيلوال خپل يو بيان کې ويلي دي دافغانستان پکتيکا ولايت کې دافغان ځواکونو لخوا شوو عملياتو کې دپاکستان دپخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ځوې علي حيدرګيلاني درې کاله پس دالقاعده سره ديوې تړلې ډلې دقبضې څخه راخوشې کړل شوى.

دعلي حيدر ګيلاني دراخوشې کيدو دخبر په اوريدو پاکستان کې دپيپلز پارټۍ کارکوونکو دخوشحالۍ څرګندونه کړې وه او مټايانې يې ويشلي دي او پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته دپاکستان وزيراعظم، دپوځ سرلښکر او نورو ګڼو مشرانو دمبارکۍ پيغامونه ليږلي.

Back to top
XS
SM
MD
LG