This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3308059.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-09. The original page over time could change.
جان کيري وايي دداعش په ضد زړه پورې پرمختګ شوى

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

جان کيري وايي دداعش په ضد زړه پورې پرمختګ شوى


الحره نيټ ورک سره يوه مرکه کې جان کيري وويل په ګډه دکار کولو په ترڅ کې ايتلاف شام کې دداعش له لوري دقبضه شوو سيمو څخه ٤٤ فيصده او دسوريې د١٦و څخه نيولې ١٧و فيصدو پورې سيمه دهغوي دقبضې څخه خلاصه کړې ده.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري ويلي دي عسکر ايتلاف دتندروه ډلې داعش په ضد عملياتو کې زړه پورې پرمختګ ترلاسه کړى.

الحره نيټ ورک سره يوه مرکه کې جان کيري وويل په ګډه دکار کولو په ترڅ کې ايتلاف شام کې دداعش له لوري دقبضه شوو سيمو څخه ٤٤ فيصده او دسوريې د١٦و څخه نيولې ١٧و فيصدو پورې سيمه دهغوي دقبضې څخه خلاصه کړې ده.

جان کيري وويل دداعش په ضد جنګيدو لپاره امريکا او ايتلافيانو يې ګڼ ځانګړي ګامونه اخستي چې پکې ددغه تندروه ډلې مالي وسيلو پورې رسيدل بنديدل، دګمارلو لپاره دهغوي په لوري ځوانان دورتګ مخه نيول او دسفري ضابطو په سختولو سره دبهرنو جنګيالو ورتګ راکمول شامل دي.

دهغه په وينا دا مهال وضعيت دا دى چې دداعش پرپرمختګ اودريدلى، وسيلې يې ړنګې شوي يا راکمې شوي او دجګړې ميدان کې دتندروه ډلې دسر مشران وژل شوي دي.

دسعودي عرب په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې جان کيري وويل شاه سلمان ديو ايتلافي په توګه دداعش په ضد خپل کار په موثره انداز کې ترسره کوي.

ددې ترڅنګ هغه وويل سعودي عرب دسوريه لړ کې دبين المللي ډلې يو مهم غړى دى او دغه شان هغه شام کې دسياسي هواري لپاره هڅې کوي.

هغه په سعودي عرب ټينګار وکړو دداعش مالي وسلو کې کمي راوستلو لپاره دې نور کار وکړي خو دا يې هم وويل سعودي دداعش په ضد جګړه کې يو مهم شراکت دار دى او خپل کار په تُندۍ سره ترسره کوي.

جان کيري عراق کې داصلاحاتو په ضرورت زور راوړو او وې ويل امريکا په وزيراعظم حيدرالعبادي دا خبره واضحه کړې چې عراقي حکومت دې دټولو دشاملولو اصول په موثره توګه خپل کړل شي ترڅو دغه هيواد کې ثبات رامينځته شي.

هغه وويل دزيارت په ورځ مرستيال امريکايي ولسمشر جوبايډن بغداد ته رسيدلى او دغلته يې دلوړپوړو عراقي چارواکو سره ليدنه کړې، هغه حکومت کې دټولو دشراکت دارۍ په ضرورت زور راوړى ترڅو پيښې ستونزې او اختلافونه له مينځه لاړ شي.

جان کيري دا هم وويل دداعش او القاعده په ضد جګړه کې متحده عرب امارات يو موثره کردار ادا کوي.

Back to top
XS
SM
MD
LG