د پاکستان پنجاب صوبې سر لاهور پوليسو وئيلي نن د شورو په ورځ سحر يې يوه مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان شپږ وسله وال وژلي دي .
د لاهور پوليس د ترهګرۍ په ضد عمليات کوؤنکې څانګې " سي ټي ډي" وياند وئيلي دوې ته خبر ؤ چې د لاهور په کچه ابادۍ شورکوټ علاقه کې د ټي ټي پي استاد اسلم ډلې د نهه نه تر لسو پورې وسله وال پټ دي او په دغه ځايې عمليات شوي دي .
د سي ټي ډي چارواکو وئيلي چې کله پوليس په دغه چهاپه ووهله وسله والو پرې ډزې پېل کړې او بيا نښته وشوه .
چارواکو ادعا کړې چې وسله وال په خپلو ډزو کې وژل شو ي او د موقعې درې وسله وال په تېښته کې بريالي شوي هم دي .
د چارواکو په وينا د وژل شوؤ وسله والو د ولقې نه چاؤدېدونکي بارودي مواد، دوه کلاشنکوفونه، درې موټر سائيکلې، تماچې او کارتوس هم ترلاسه کړي دي .
لاهور کې تېره مياشت په ۲۷م نېټه ګلشن اقبال پارک کې يو ځانمرګی بريد شوی ؤ چې پکې د ۷۰ نه زيات کسان وژل شوي او په لسګونو ژوبل شوي وو ، د دغه بريد نه پس د پنجاب صوبې په بيلابيلو سيمو کې د وسله والو ضد عمليات پېل کړی شوي دي .