27 حمل, 1395
ژوندۍ خپرونه او مهال ویش
ټولنیزې رسنۍ

 د اشنا تلویزیون د پنجشنبې د ورځې خپرونه
 کاروان

لوبې-روغتیا

د کرکټ په نړۍ کې د افغانستان صفتونه کیږي

x
مطیع الله عابد

لوبه جنوبي افریقه ګټلې خو زړونه افغانستان ګټلې . افغانستان باید د کرکټ د نړیوالو سیالیو دایمې برخه شي . د افغانستان د راتګ سره د کرکټ میدان ښکلی شویدی او محمد شهزاد د دې سیالیو هیرو دی.

دا هغه جملې او څرګندونې دي چې د کرکټ مبصرینو او ماهرین ېې په رسنیو ،ټولنیزو رسنیو او تلویزوني چینلو کوي. د پاکستان جیو تلویزون په خپل خبر کې د افغانستان لوبغاړی محمد شهزاد د پاکستان د لوبغاړي احمد شهزاد نه غوره بولي او وايي چې پاکستان دې هم د افغانستان نه کرکټ زده کړي.

د ټویټر په ټولنیز رسنۍ د افغان ټیم ستاینې شوي
x
د ټویټر په ټولنیز رسنۍ د افغان ټیم ستاینې شوي

د ټویټر په ټولنیزه رسنیو د کرکټ مشهورو څهرو لکه سنیل ګواسګر، لکشمن، جدیجا ،ایوشن ،نیکول بالټن او نورو د افغانستان محمد شهزاد د راتلونکو تجارتي سیالیو لکه ای پي ایل او بي پي ایل دپاره مناسب لوبغاړی بللی.

د هند مشهورو ورځپانو د افغانستان کرکټ ټيم یو زړه ور ټیم بللی .ټایمز اف انډیا لیکي چې افغان لوبغاړو دنیا ته د خپل هیواد یوه بله څهره ښودلې. انډیا ټوډی لیکي چې جنوبي افریقه د افغانستان سره داسې لوبه کوله لکه اسټرالیا سره چې لګیا وي. د باسکر په نوم هندي ژبې رسنۍ لیکلي چې موږ فکر کوه چې افغانان یوازې بزکشي کولی شي ،دوي خو کرکټ هم د نورو نه ښه کوي.

د هند او نړۍ رسنیو د افغانستان د کرکټ په اړه خاصې لیکنې کړي
x
د هند او نړۍ رسنیو د افغانستان د کرکټ په اړه خاصې لیکنې کړي

په عین حال کې د کرکټ مشهورو ویب پاڼو لکه کریک انفو،د کرک ټیکر، ای سي سي ویب پاڼې او نور د کرکټ مبصرینو افغانستان د کرکټ د آسمان نوی ستوری بللی دی او لیکي چې نور باید کرکټ نړیواله شورا افغانستان نه بغیر د کرکټ فکر ونه کړي.


مطیع الله عابد

mabidn+yahoo.com

مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.