د ټي ټيوئنټي نړيوال کپ په روانو سيالو کې د نيوزي لېنډ کرکټ ټيم پاکستان ته په ۲۲ رنزونو ماتې ورکړه او نيوزي لېنډ سيمي فائنل ته ورسېدو . پاکستان په داسې حال کې مېچ وبائيلو چې پينځه لوبغاړي يې لا نه ؤ اؤټ شوي .
بل لور ته د پاکستان د ټيم دا پرله پسې دويم مېچ دی چې بائيلي يې، له دې وړاندې يې د هند نه ماتې خوړلې وه . او يواځې خپل لمړی مېچ يې د بنګله دېش نه ګټلی ؤ .
پاکستان له په ټورنامنټ کې سيمې فائنل پله د تلو دپاره نن د نيوزي لېنډ او د راتلونکې جمعې په ورځ د اسټريليا ټيم ته ماتې ورکول ضروري وو .
په نني مېچ کې نيوزي لېنډ لمړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په پينځه لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۸۰ رنزونه جوړ کړي وو .
د نيوزي لېنډ په ځواب کې د پاکستان ټيم د پينځه لوبغاړو په اؤټ کېدو ۱۵۸ رنزونه جوړ کړل، او په ۲۲ رنزونو يې ماتې وخوړه .
د پاکستان شرجيل خان ۴۷ رنزونه او احمدشهزاد ۳۰ رنزونه جوړ کړل، عمر اکمل په ۲۴ او کپتان شاهدافريدي په ۱۹ رنزونو اؤټ شو . د نيوزي لېنډ سېنټنر او ميلن د پاکستان دوه دوه کهلاړيان اؤټ کړل .
د موهالي په مېدان د ټي ټيونټي نړېوالو سيالو په ګروپ ټو کې شاملو ټيمونو د مېچ ټاس نيوزي لېنډ ګټلی او لمړی بيټنګ يې اخستی ؤ .
له دې وړاندې د نيوزي لېنډ په بيټنګ کې يواځې مارټن ګُپټل ۸۰ رنزونه جوړ کړي وو، او ټېلر د ۳۶رنزونو جوړولو سره ناټ اؤټ پاتې شوې ؤ .
د پاکستان په بالنګ کې محمدسيمع او شاهد افريدي دوه دوه او محمدعرفان يو کهلاړي اؤټ کړی ؤ .
د نيوزې لېنډ ټيم له دې وړاندې د اسټريليا او هند ټيمونو ته ماتې ورکړې او په خپل ګروپ کې د وړاندې نه د زياتو پوائنټونو سره په سر کې ؤ .