Thursday, April 07, 2016 Local time: 09:53
Audio menu
Multimedia
Radio Live

VOA Deewa YouTube

    خبرونه

    دنښتو وروستو ټرمپ دشکاګو لاريون منسوخ کړى

    دډونلډ ټرمپ دوينا څخه دمخه دهغه دجلسه ګاه ايلانوئي يونيورسټۍ څخه بهر ګڼ شمير مظاهرين راټول شوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالى هاغه مهال وليدل شو کله چې دغو مظاهرينو دټرمپ په ضد اؤ حق کې نعرې ووهلې.

      امريکا کې دريپبلکن ګوند  دصدارتي کانديد جوړيدو زغل کې شامل ډونلډ ټرمپ شکاګو کې خپل لاريون دسخت احتجاج له امله منسوخ کړى دى.

      دډونلډ ټرمپ دوينا څخه دمخه دهغه دجلسه ګاه ايلانوئي يونيورسټۍ څخه بهر ګڼ شمير مظاهرين راټول شوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالى هاغه مهال  وليدل شو کله چې  دغو مظاهرينو دټرمپ په ضد اؤ حق کې  نعرې ووهلې.

    ټرمپ  يو بيان کې اعلان کړى چې دغه لاريون ځنډول شوى، ټرمپ دغه لاريون پوليسو سره دليدنې څخه وروستو دهغه دتحفظ په تناظر کې منسوخ کړى.

     خو دشکاګو دپوليسو دمحکمې وياند وائي چې  هغوي ټرمپ ته دلاريون دمنسوخولو مشوره نۀ ده ورکړې.

     ټرمپ په ټولو خلکو غږ کړى چې په امن کې دې لاړ شي اؤ وئيلي يې دي نۀ غواړي چې چاته زيان ورسي.

     دټي وي فوټيج کې دمظاهرينو ترمينځ  وړې نښتې شوي خو پوليسو وروستو دغه مظاهرين خوارۀ کړي دي.

     پوليس وائي چې  څوک يې نيولي نۀ دي اؤ نۀ هم کومه مرګ ژوبله رامينځته شوې ده.

    دټرمپ ځينې  پلويان وائي چې مظاهرين دشکاګو دلاريون دختمولو اؤ اړي ګړي پيدا کولو لپاره راغلي وؤ.

    دښاغلي ټرمپ پلويانو دهغه په حق کې نعرې وهلي اؤ دمظاهرينو څخه ځينو دډيموکريټ کانديد برني سينډرز په حق کې غږ پورته کړى.

    ژوندۍ ویډیو


                             
    Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
    ډیوه ریډیو په ټې ويi
    ▶ || 0:00:00
    ... ⇱  
    • 264p / 167.0MB
    • 352p / 213.0MB
    • 576p / 447.0MB
     
     
    X
    07.04.2016 02:00
    پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی

    تر ټولو په زړه پورې

    Most Viewed
    1. اؤ زه دفرزانې سترګو کې ځلیدونکو ستورو د هغې د زړه تیارو ته کوز کړم !
    2. چمن: د افغان استخباراتي ادارې د کارکوؤنکي نيولو ادعا
    3. دمصري الوتکې تښتونکى نيول شوى
    4. د پاکستان په تندي کږه ټوپۍ : چين د مسعود اظهر خلاف د هند خواست ویټو کړی
    5. شاهد افريدي دکپتانۍ پريښودو اعلان کړى