Thursday, April 07, 2016 Local time: 13:47
Audio menu
Multimedia
Radio Live

VOA Deewa YouTube

    خبرونه

    د شاهد اپريدي کمالي لوبه: پاکستان د نيوزي لېنډ نه میچ وګټلو

    پاکستان په مقررو ٢٠ؤ اوورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١٧١ رنز جوړ کړي وؤ اؤ نيوزي لينډ ته يې دگټې لپاره د١٧٢ رنز هدف ورکړى ؤ، دنيوزي لينډ ټول ټيم په ١٥٥ رنز اؤت شوى دى.

     پاکستان نيوزي لينډ ته  ددريوؤ ميچونو دسريز لمړي ټي ټوئنټي ميچ کې په ١٦ رنز ماتې ورکړې ده.

    پاکستان په مقررو ٢٠ؤ اوورونو کې  داتوؤ وکټو په تاوان ١٧١ رنز جوړ کړي وؤ اؤ نيوزي لينډ ته يې  دگټې لپاره د١٧٢ رنز هدف ورکړى ؤ، دنيوزي لينډ ټول ټيم په ١٥٥ رنز اؤت شوى دى.

       د١٧٢ رنز دهدف په تعاقب کې  دکيويز لمړى بيټسمين  مارټن گپټل په دوه  رنز اؤت شوؤ، شاهد افريدي دکين وليمسين يو اسان کيچ هم غورځولى، کولن مينرو په ٢٧ بالونو جارحانه ٥٦ رنز جوړ کړي اؤ اؤټ شوى، هغه شپږ چکې  اؤ دوه چوکې وهلي، کورى اينډرسن په صفر دعماد وسيم ښکار شوى دى.

    گرانټ ايليټ درې اؤ راؤنچي بغير درن جوړولو  دشاهد افريدي په لاسونو اؤټ شو، سينټنر هم  په صفر  دعمرگل لخوا اؤټ شو.

    ټوډ ايسټل د١٣٨ په مجموعي سکور  ديو رن جوړولو وروستو دعمر گل لخوا اؤټ شو اؤ هنري د١٠ رنز جوړولو وروستو دمحمد عامر بين المللي کرکټ ته  دستنيدو څخه وروستو لمړى ښکار جوړ شو چې دې سره دمحمد عمر بين المللي کرکټ کې ١٠٠ وکټې هم مکمل شوي دي.

     اخري اوور کې کين وليمسن په ٧٠ اؤ ټرينټ بولټ بغير درن جوړولو دوهاب رياض په بال اؤټ شو، دنيوزي لينډ ټول ټيم په ١٥٥ رنز اؤت شوى دى.

     دپاکستان له لوري  وهاب رياض درې، عمرگل اؤ شاهد افريدي دوه ، دوه اؤ عامر اؤ وسيم يو، يو وکټ ترلاسه کړې ده.

     داکلينډ ايډن پارک کې لوبول شوي ميچ کې  دکيوي ټيم کپتان کين وليمسين دټاس گټلو وروستو شاهد افريدي ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړې وه.

    دپاکستان لخوا احمدشهزاد اؤ محمد حفيظ دبيټنگ اغاز کړى، دواړو څلورو اوورونو پورې  محتاط انداز کې لوبه کوله اؤ د٢٣ رنز جوړيدو پورې کوم وکټ نۀ ؤ بائيلل شوى،وروستو احمدشهزاد په ١٤ رنز اؤټ شو.

    صهيب مقصد په صفر اؤټ شو، دريم اؤټ شوى لوبغاړى شعيب ملک ؤ چې دحفيظ سره يې په شريکه سکول ٧٨ ته ورسولو اؤ د٢٠ رنز جوړولو وروستو دسينټنر په بال اؤټ شو.

     محمد حفيظ  دذمه وارۍ څرگندونه وکړه اؤ په ٤٧ بالونو يې ددوؤ چکو اؤ اتوؤ چوکو په مدد سره ٦١ رنز جوړ کړل اؤ دايډم ملنى په بال اؤټ شو، عمر اکمل په ٢٤ رنز اؤټ شو.

     کپتان شاهد افريدي  جارحانه بيټنگ وکړو اؤ دپاکستان سکور يې ١٤٧ ته ورسول، هغه په ٨ؤ بالونو ددوؤ چوکو اؤ دوؤ چکو په مدد سره ٢٣ رنز جوړ کړل  اؤ دټرينټ بولټ په بال دکين وليمسن په بالونو اؤټ شو.

    سرفراز احمد دوه اؤ عماد وسيم ١٨ رنز جوړولو نه پس  اؤټ شوي دي، وهاب رياض دوه رنز جوړ کړي.

     دنيوزي لينډ ايډم ملنى څلور وکټې ترلاسه کړي، سينټنر دوه وکټې واخستې.

    ژوندۍ ویډیو


                             
    Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
    ډیوه ریډیو په ټې ويi
    ▶ || 0:00:00
    ... ⇱  
    • 264p / 167.0MB
    • 352p / 213.0MB
    • 576p / 447.0MB
     
     
    X
    07.04.2016 02:00
    پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی

    تر ټولو په زړه پورې

    Most Viewed
    1. اؤ زه دفرزانې سترګو کې ځلیدونکو ستورو د هغې د زړه تیارو ته کوز کړم !
    2. چمن: د افغان استخباراتي ادارې د کارکوؤنکي نيولو ادعا
    3. دمصري الوتکې تښتونکى نيول شوى
    4. د پاکستان په تندي کږه ټوپۍ : چين د مسعود اظهر خلاف د هند خواست ویټو کړی
    5. شاهد افريدي دکپتانۍ پريښودو اعلان کړى