Published 07.12.1393
افغانستان د کرېکټ د نړیوال جام د سیالیو په تاریخ کې خپل لومړی بری ثبت کړ. دا په روانو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان دریمه لوبه او لومړنی بری و. ایوب خاورین، او قدیر مشرف دلته په واشنگتن کې او له کابل نه وحیدالله فیضي ساپی په خپرونې کې راسره دي. که څه هم درې واړه شوگیري او بې خوبي تیره کړې ده خو د افغانستان د بری په هکله د خبرو لپاره بې قراره دي.