09 حمل, 1395
ژوندۍ خپرونه او مهال ویش
ټولنیزې رسنۍ

 اشنا تلويزیون
 کاروان

خبرونه

د اسلامي دولت امریکایی غړی پیشمرگه ځواکونو نیولي دی

x

یو امریکایی چې د راپورونو له قراره د اسلامی دولت غړی دی. د عراق په شمال کې د سنجار ښار ته نږدی ېې کردی پیشمرگه ځواکونو ته ځان  سپارل دی.

سربازحما امین، چې په عراق کې د پیشمرگه ځواکونو یوقومندان دی، د امریکا غږ ته وویل، چې د هغوی ځواکونو د دوشنبي په ورځ د گزمي پرمهال دغه مشوک کس لیدلی و.

امین زیاتوي، چې دغه مشوک کس هغوي ته وویل، چې دهغه پلار یو فلسطیني دی.

ددغه مشوک کس د ورجینا ایالت د موټر چلونکي د جواز نامي عکس د امریکا غږته استول شوي، چې په هغه کې دې  د محمد جما خویس  په نامه پیږندل شوي دی.

په واشنگټن کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت یو چارواکې وویل،،، مونږ ددی راپورونو په اړه معلومات لرو، چې یو کس چې د امریکا تابعه دی او ممکن د اسلامی د ډلی د وسله والو سره یو ځاي جنگیدی، په شمالی عراق کې د پیشمرگه ځواکونو لخوا نیول شوي دی.  موږ د عراقي  او کردی چارواکو سره په تماس کې یو چې ددی راپورونو حقیقت معلوم کړو،،.

 محمد جما خویس  پلار جمال خویس د امریکا غږ ته په یوه ځانگړي مرکه کې وویلې دی چې  هغه ددی هڅه وکړه چې د امریکاېې چارواکو سره د خپل د زوي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

،، زه د امریکا د بهرینو چارووزارت ته ولاړم چې د خپل دزوي په اړه پوښتنه وکړم، هغوی زما سره مرسته ونکړه،،.

د عراق د کردی پیشمرگه ځواکونو یو جنرال هاشم سیتایا د امریکا غږ ته وویل، چې د غه مشوک کس د ترکېې  دلاری ېې سورېې ته سفر کړی و چې د اسلامي دولت د ډلی سره یو ځاي شي. 

ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 264p / 82/0MB
  • 352p / 106/0MB
  • 576p / 223/0MB
 
 
X
08.01.1395 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.