Wednesday, March 16, 2016 Local time: 17:47
Audio menu
Multimedia
Radio Live

VOA Deewa YouTube

    خبرونه

    د هغو ډلو سره به مذاکرات ونه کړو چې ملکي وګړي وژني، اشرف غني

    اشرف  غني وئيلي په عامو ملکي وګړو بريد او هغويې ته مرګ ژوبله اړول ستر جرم دی او دا کار په هيڅ دين او قانون کې څه جواز نه لري .

    د افغانستان صدر اشرف غني وئيلي د هغو وسله والو ډلو سره به د سولې مذاکرات ونه کړو څوک چې عام ملکي وګړي وژني .

    د خالي په ورځ د افغانستان په پلازمينه کابل او کونړ صوبه کې ځانمرګي بريدونه شوي چې پکې ۲۵ کسان وژل شوي او د ۵۰ زيات نور ژوبل شوي وو .

    د چارواکو په وينا کابل او کونړ کې شوو ځانمرګو بريدونو کې زياتره مرګ ژوبله عامو ملکي وګړو ته اوختې ده .

    د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بيان کې صدر اشرف  غني وئيلي په عامو ملکي وګړو بريد او هغويې ته مرګ ژوبله اړول ستر جرم دی او دا کار په هيڅ دين او قانون کې څه جواز نه لري .

    نوموړي وئيلي افغان حکومت به د هغو ډلو سره د سولې مذاکرات ونه کړي څوک چې عام ملکي وګړي په نښه کوي .

    افغان صدر په دې خبره ټينګار کړی چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو به د ترهګرۍ کوؤنکو په ضد په ميړانه او زړورتيا مبارزه کوي .

    درې ورځې وړاندې د صدارتي ماڼۍ څخه په جاري شوي يو بيان کې د افغانستان د دولت لخوا د طالبانو او ټولو وسله والو افغان ډلو څخه غوښتل شوي وو چې جنګ او تاؤتريخوالی پريږدي، د بې ګناه خلکو وژنه ودروي، د هېواد د وراني څخه لاس واخلي د سولې د خبرو سره يو ځايې شي .

    د صدارتي ماڼۍ لخوا دغه بيان له هغې وروستو جاري شوی ؤ چې د تېر نهې په ورځ کابل کې د څلور اړخيزې غونډې وروستو  په جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي ؤ چې د مارچ د مياشتې په لمړۍ اونۍ کې به پاکستان کې د کابل حکومت، افغان طالبانو او نورو ياغي ډلو ترمنځ نېغ په نېغه مذاکرات کيږي .

     د کابل په څلور اړخيزه غونډه کې د افغانستان دبهرنو چارو وزير حکمت خليل کرزي، دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري، دچين سفير ياؤ جنګ اؤ دامريکا ناظم الامور ډيوډ لنډوال دخپلو خپلو هيئتونو مشري کړې وه .

    د جمعې په ورځ کابل کې د دفاع د وزارت مخې ته شوي ځانمرګي بريد کې چارواکو د ۱۲ کسانو د وژنې او ۱۳ ژوبلېدو وئيلي ؤ ، او د دغه بريد زمه واري د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد قبوله کړې او د ۲۳ عسکرو د وژنې ادعا يې کړې وه .

    د کونړ په اسعداباد کې ترسره شوي بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو چې زياتره يې عام ځايې خلک وو .

    په کونړ کې شوي بريد کې د طالبانو يو  مخالفه مشر ملک خان جان هم وژل شوی ؤ ، د چارواکو په وينا د بريد هدف هم ملک خان جان ؤ .

    طالبانو وئيلي ؤ د کونړ بريد دويې نه دی کړی .

     افغان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله په يو بيان کې د تشدد  د دغو پېښو غندنه کړې او راتلونکې اونۍ پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو په ترڅ کې يې  وئيلي د سولې خبرې او د افغانانو د وژنې عمل يو ځايې په وړاندې نه شي تلی .

    ژوندۍ ویډیو


                             
    Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
    ډیوه ریډیو په ټې ويi
    ▶ || 0:00:00
    ... ⇱  
    • 264p / 169.0MB
    • 352p / 260.0MB
    • 576p / 535.0MB
     
     
    X
    16.03.2016 02:00
    پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی

    تر ټولو په زړه پورې

    Most Viewed
    1.  د ترهگرۍ خلاف د پوځ او د حکومت اشتهارات د پښتنو سپکاوی کوي؟
    2. جنوبي وزيرستان : وسله والو ٨ حکومتي ملازمان تښتولي
    3. د پښتو ستر سندرغاړی خان تحصيل وفات شوی  
    4. خفيه غونډو کې طالبانو دسولې په عمل دپاکستان اثرورسوخ رد کړى
    5. افغان فضايه د کال ۲۰۲۰م نه مخکې نه شي تيارېدی، کېمپبل