Wednesday, March 16, 2016 Local time: 17:40
Audio menu
Multimedia
Radio Live

VOA Deewa YouTube

    خبرونه

    صدر اوباما ملي امنيتي ډلې ته دداعش په ضد دجګړې دتُندولو امر کړى

    دسپينې ماڼۍ وياند، جوش ارنيسټ خارجه محکمهې کې دکيدونکې غونډې څخه دمخه وئيلي دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دغه هڅې سم اړخ ته روانې دي.

     دامريکا صدر براک اوباما وائي  که هر څو دامريکا په مشرۍ دداعش خلاف هڅو کې پرمختګ شوى اؤ دغه جګړه لا ګرانه اؤ خپلې امنيتي ډلې ته يې امر کړى چې دداعش په ضد دې هلې ځلې تُندې کړي.

     هغه وئيلي دي په شام اؤ عراق کې حالات ډير پيچيده دي اؤ داعش اولسي وګړي دډهالونو په توګه کاروي.

     هغه وائي چې په شام کې جګړه دسيمه ييزو طاقتونو ترمينځ دپردې  ترشا جګړه ده کومه چې دژورو فرقه ييزو دښمنو عکاسي کوي.

     صدر اوباما دغه څرګندونې دزيارت په ورځ خارجه محکمه کې  دلوړپوړو امنيتي چارواکو سره  دليدنې څخه وروستو کړي دي، هغه وويل داسې اشارې شته چې  شام ته دبهرنو جنګيالو  ورتګ په مزه کيږي

    دداعش مخنيوي لپاره  دروانو هڅو په اړه  امريکائي صدر براک اوباما دزيارت په ورځ    لوړپوړو امنيتي  چارواکو سره ليدنه کړې ده، سپينې ماڼۍ وئيلي دي  په داسې حال کې چې  دغه تندروه ډله  عراق اؤ شام کې  خپله اثرورسوخ سيوا کوي، دترهه ګرۍ دمخنيوي هڅو کې مهم پرمختګ شوى.

     دسپينې ماڼۍ وياند، جوش ارنيسټ خارجه محکمهې کې  دکيدونکې غونډې څخه دمخه وئيلي  دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دغه هڅې سم اړخ ته روانې دي.

     په دې موقع  صدر اوباما دسپينې ماڼۍ، خارجه محکمې، انټلي جنس،  ددفاع اؤ خزانې دمحکمو لوړپوړو چارواکو سره ليدنه کړې، دغه غونډه دداعش دمخنيوي لپاره دګڼ اړخيزه امريکائي مهم برخه وه اؤ پکې په تازه صورتحال  غور شوى.

     ارنيسټ وئيلي دي  دغه خبرې به په پراخه چارو کيږي اؤ دسفارت کارۍ  کردار لوري ته به هم پام ګرځولى شي ترڅو دشام دخانه جنګۍ  اودورولو لپاره  دنوي اؤ جزوي اوربند کاميابي باوري کړل شي، په دغه تړون به دخالي دورځې څخه عمل درامد کيږي.

     اوباما اؤ روسي صدر ولاديمير پيوټن دغه تړون روانه اوونۍ کې فيصله کړى ؤ خو په دې اړه  انديښنه ده چې ايا دا به  اوږدمهاله ثابت شي اؤ دامن مذاکراتو دلارې هوارولو کې به  مرسته وکړل شي که نه.

     اوباما انتظاميه وائي اوسنو مياشتو کې ددولت اسلاميه څخه زياته سيمه خلاصه کړل شوې اؤ درقعه سره نزدې جګړه روانه ده.

     

    ژوندۍ ویډیو


                             
    Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
    ډیوه ریډیو په ټې ويi
    ▶ || 0:00:00
    ... ⇱  
    • 264p / 169.0MB
    • 352p / 260.0MB
    • 576p / 535.0MB
     
     
    X
    16.03.2016 02:00
    پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی

    تر ټولو په زړه پورې

    Most Viewed
    1.  د ترهگرۍ خلاف د پوځ او د حکومت اشتهارات د پښتنو سپکاوی کوي؟
    2. جنوبي وزيرستان : وسله والو ٨ حکومتي ملازمان تښتولي
    3. د پښتو ستر سندرغاړی خان تحصيل وفات شوی  
    4. خفيه غونډو کې طالبانو دسولې په عمل دپاکستان اثرورسوخ رد کړى
    5. افغان فضايه د کال ۲۰۲۰م نه مخکې نه شي تيارېدی، کېمپبل