Published 23.11.1394
کاروان را هر جمعه ساعت 6 عصر از طریق تلویزیون ملی افغانستان تماشا کنید.
کاروان را هر جمعه ساعت 6 عصر از طریق تلویزیون ملی افغانستان تماشا کنید. اوقات برنامه ها جمعه ساعت 6 عصر به وقت افغانستان 6:00 به وقت جهانی 1330 مدت 30 :ببینید ام پی ۴ | ویندوز میدیا
کاروان د امریکا غږ یوه نیم ساعته اوونیزه خپرونه ده چې په پښتو او دري ژبو په افغانستان او امریکا پورې په تړلو موضوعګانو باندې په ټینګار سره خپریږي. په خپرونه کې د داود صدیقي په کوربه توب له نشه یي توکوڅخه د قانون تر حاکمیت او له پوهنې څخه نیولې بیا تر روغتیا، ټولنیزو موضوعګانو، کلتور، موسیقي او په دواړو هېوادونو کې د ځوانانو کړه وړه څېړل کیږي. کاروان په افغانستان او امریکا کې د تفریحي، تعلیمي او مالوماتي مطالبو او مرکو د راټولولو هڅه کوي. د کاروان سفر د هرې کیسې او خپرونې په خپرولو سره دوام لري.
د کاروان د چلوونکي داود صدیقي لنډ ژوندلیک
کله چې په ۲۰۰۴م کال کې د طلوع تلویزیون په خپرونو پیل وکړ، له هغه څخه غوښتنه وشوه چې دې نوې شبکې سره د بېلابیلو خپرونو د پراختیا دپاره مرسته وکړي. دغې موکې نه په ګټې اخیستو سره صدیقي او دهغه ټیم د افغان ستوري مشهوره خپرونه رامنځته کړه، دغه خپرونه په ۲۰۰۵م کال کې پیل شو او لاتراوسه دوام لري. په ۲۰۰۹م کال کې ښاغلي صدیقي د امریکا غږ د افغانستان برخې سره د راډیو او تلویزیون د پروډیوسر او ویاند په توګه دنده پیل کړه. د ۲۰۱۰م کال د سپټمبر په میاشت کې صدیقي او د هغه د امریکا غږ همکارانو د کاروان په نامه یوه نوې خپرونه پیل کړه چې د هغه د غښتلي استعداد ښکارندویه ده.
وروستی پروگرام وگورئ: Windows Media | MP4
د پروگرام په اړه د نظریاتو او وړاندیزونو لپاره راسره اړیکه ونیسئ:
ایمیل ادرس: Karwantv@voanews.com
پوستي ادرس: Karwan Show Room 3500 Voice of America 330 Independence Ave, SW Washington DC, 20237 USA