Friday, November 14, 2014 Local time: 17:03
Audio menu
Multimedia
Radio Live

VOA Deewa YouTube

خبرونه

دکشمير ستونزه هوارول دسيمې امن لپاره اهم دي،جنرل راحيل

پاکستان ملټري اکيډيمي کاکول کې يو پاسنگ اؤټ پريډ ته دخطاب په وخت دپوځ سرلښکر وويل چې دکشمير معامله دې دملگرو ملتونو دقراردادونو په رڼا کې حل کړل شي.

 دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف  دخالي په ورځ وئيلي دي چې  سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دکشمير دستونزې  هوارى  اهم دى.

پاکستان ملټري  اکيډيمي کاکول کې  يو پاسنگ اؤټ پريډ ته دخطاب په وخت  دپوځ سرلښکر وويل چې  دکشمير معامله دې  دملگرو ملتونو دقراردادونو په رڼا کې حل کړل شي.

 جنرل راحيل شريف  دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې  روانه مياشت کې  په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ  دپاکستان اؤ انډيا دپوځونو ترمينځ دډزو تبادله کې  دواړو خواؤ ته لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي دي.

 قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو په اړه  جنرل راحيل وويل چې  دپوځ مقصد ملک نه دترهه گرۍ خاتمه ده  اؤ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو نيټ ورک محدود کړل شوى اؤ" ضرب عضب"  عمليات په کاميابۍ سره روان دي.

 دپاکستان پوځ سږکال دجون په نيمائي کې  شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ  مذاکرات ناکام شول اؤ پاکستاني طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته، دغه حمله کې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

 شمالي وزيرستان کې دعملياتو په وجه سيمې نه تقريباً لس لکو خلکو نزدې  خوندي سيمو ته  کډې کړي.

پوځ دتندلارو په ضد  دعملياتو دائره ترخيبرايجنسۍ پورې غځولې ده اؤ دغلته هم د"خيبر ون" په نوم عمليات پيل کړي چې پکې تر دې مهاله دلسگونو جنگيالو دوژل کيدو دعوې شوي.

 خو قبائيلي سيمو پورې دميډيا درسد دمحدودتيا په وجه په ازادانه ډول  دغو  جگړو کې  دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې  ازادانه  پخلى نۀ شي کيدى.

ژوندۍ ویډیو


                         
Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
ډیوه ریډیو په ټیلې ویژنi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 93.0MB
  • 360p / 125.0MB
  • 480p / 197.0MB
 
🔇
X
13.11.2014 17:00
پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی

تر ټولو په زړه پورې

Most Viewed
  1. طالبانو د واهگه بارډر د خودکش عکس ميډيا ته جاري کړى
  2. پاکستان کې ٢عيسايان دقران دبې حُرمتۍ په تور ووژل او وسوځول شو
  3. د پاکستاني سکولونو یو تنظیم نوبل انعام یافته ملاله غندي
  4. عمران د دهرنې ختمولو دپاره نوي شرطونه وړاندې کړي
  5. ضرب عضب اپريشن دحقاني نيټ ورک دحملو توان تالا ترغه کړى،امريکائي جنرال