امريکائي صدر براک اوباما اؤ هندي وزيراعظم نريندرمودي تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ اؤ دسلامتۍ څانگو کې دمرستې په غځولو دگډکار کولو ژمنه کړې ده.
دواړه مشران دنهې په ورځ سپينه ماڼۍ کې خپل مينځي مذاکرات کوي ، له دې وړاندې دواړو دگل په شپه دمودي په درناوي کې ورکړل شوې ميلمستيا کې هم گډون کړى ؤ.
دليدنې څخه دمخه ورځپاڼې واشنگټن پوسټ کې خپور شوي يو ځانگړي ليک کې دواړو مشرانو وئيلي دي چې وخت راغلى دى چې يوه نوې ايجنډا ترتيب کړل شي ترڅو دامريکا اؤ هند اړيکې نورې هم ژورې اؤ پراخه کړل شي.
هغوي مينوفيکچرنگ اؤ دتجديد جوگه انرژۍ وسيلو ته دودې ورکولو په طريقه کار غور وکړو اؤ ددې ترڅنگ يې هند کې دصفايۍ په گډون بنيادي خدماتو کې دښه والي راوستو لړ کې خبرې اترې وکړې.
دغور لاندې راتلونکو چارو کې په اقتصادي پرمختيا دبحث کولو امکان دى اؤ دهند له لوري دنورې غيرملکي سرمايه کارۍ لپاره دمعيشت په پرانستو کې په ناکامۍ امريکا انديښنه لري.
دواړو مشرانو په دغه ځانگړي ليک کې وئيلي دي چې يو مضبوط اؤ زيات خوشحال هند دامريکا په گټه دى.
دواړو مشرانو دترهه گرۍ مخنيوي اؤ دقانون دنفاذ لړ کې شوې مرستې لوري ته هم گوتنيونه وکړه اؤ ددې ترڅنگ يې دصحت په اړه پلټنه، دزنانه ؤ دواکمنو جوړولو لړ کې په شريکه دکار کولو اراده څرگنده کړه، همدغه شان هغوي افريقه اؤ افغانستان کې دخوراک دمحفوظولو دتوان سيوا کولو لپاره هم په گډه دکار کولو اراده وکړه ، چرته چې امريکا پخپل جنگي پوځي کردار کې کمى راولي.