د عفوې نړېوال سازمان په پاکستان کې د یوې عیسوي ښځې محاکمه وغندله او د پاکستان پرولسمشر یې غږ وکړ چې د هغې د ازادۍ لپاره اقدام وکړي.
اسیه بي بي د پینځو ماشومانو مور ده او په ۲۰۰۹ [میلادي] کال کې له یوې مسلمانې ښځې سره د لفظي شخړې پرمهال، د اسلام پیغمبرته په سپکاوي تورنه شوه.
پردې په ۲۰۱۰ [میلادي ] کال کې د اعدام حکم وشو اوله هغه راهیسې زنداني ده.
د لاهورد استنیاف محکمې پرون پریکړه وکړه چې پرهغې د اعدام حکم برقرار وساتل شي.
د عفوې نړېوال سازمان وايي چې دا په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو په وړاندې د زغم نشتوالی څرګندوي او د محکمې دا پریکړه نیمګړې ګڼي.
اسیه بي بي اوس په یوه جلا خونه کې زنداني ده .
د پاکستان د بشري حقونود کمیسون مشرې زهرې یوسف، دا چې یوه ښځه، د دې په وینا د زنانه جنګ په پایله کې په اعدام محکومیږي، د خواشینۍ وړ وبلله .
خو د عفوې د نړېوال سازمان، د پاکستان د چارو څيړونکي مصطفی قادري نن ازادی راډیو ته وویل چې اسیه بي بي ته زندانیان، د زندان ساتونکي او حتی کارکونکي د مرګ ګواښ پيښولای شي.
مصطفی قادري نن ازادي راډیو ته وویل چې اسیه بي بي د پاکستان د یوې خوار میشتې سیمې ، یوه مظلومه میرمن ده چې باید له زندانه خلاصه شي.
د عفوې نړیوال سازمان په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په اړه موجود قوانین هم ردو ي او په دې هیواد کې د قانون د حاکمیت او د خلکو ګډ ژوند ته یې ګواښ ګڼي:
″د لاهور د استیناف محکمې پرونۍ پریکړې، مجرمینو ته دا پيغام ورکړ چې دمذهبي احساساتو د ساتنې ترنوم لاندې له مجازاتو تښتیدلای شي.
دا د خواشینۍ وړ کار دی، په ځانګړي ډول د دې لپاره چې په پاکستان کې د قانون د حاکمیت وضعیت ډير خراب دی. ″
د پاکستان د بشري حقونو د کمیسون مشرې هم نن [جمعه] ازادي راډیو ته وویل چې د لاهور د استیناف محکمې پرونۍ پریکړه د خواشینۍ وړ ده خو هیله یې څرګنده کړه چې دپاکستان ستره محکمه به اسیه بي بي ته برات ورکړي.
د عفوې د نړیوال سازمان د پاکستان د حالاتو څیړونکي مصطفی قادري وویل:
″موږ د پاکستان له حکومت ، ولسمشر او سترې محکمې غواړو چې اسیه بي بي بري کړي. پر هغې شوی حکم دي لغوه کړي، له بنده دې خوشي کړي او په خپل هیواد کې دې ، د عادي او مصون ژوند ډاډ ورکړي.″
د عفوې د نړیوال سازمان دا څیړونکی په پاکستان کې پر مذهبي اقلیتونو حملو او د هغوي د ځپلو لپاره د قانوني ادارو اقدام ته په اشاره وايي، د پاکستان نوی فدرالي حکومت د مذهبي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب نه ورکوي.
مصطفي قادري د پاکستان د قضايي سیسټم لخوا بشري حقونو او د مهذبي اقلیتونو د حقونو د خوندي لپاره اقدامات هم د اندیښنې وړ وبلل .
د عفوې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان ولسمشر کولای شي چې حتی د سترې محکمې د پریکړې له په پام کې نیولو پرته ، اسیه بي بي د اعدام له سزا وژغوري او د ازادۍ امر یې وکړي.