جمعه 23 عقرب 1393 سیمه ییزوخت 12:26 PM
ژوندۍ خپرونې
مولټي میدیا
مرکې
فیس بوک
د ګوړې اچار
ویدیو او عکسونه

 د وزیرستان کډوال او پولیس په شخړه واوښتل
 ملګري ملتونه: په افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندي د تشدد د عواملو د موندلو لپاره جدي اقدامات وشي.
 د سيمې او نړی مهمې پېښې - پنج شنبه
 د سيمې او نړۍ مهمې پېښې
فیسبوک
تویتر
یوتیوب

راپورونه / افغانستان

په نړېوال مارکېټ کې د تیلو نرخ ولې را لویدلی دی؟

x

د تیلو یوبیرل چې دوبی په یونیم سل ډالر وو، څو ورځې وړاندې اته اتیا ډالرو ته راولوید.

د یوبیرل تیلو په نرخ کې شل فیصده ټیټوالی هغو هېوادو ته بد خبردی چې اقتصاد یې د تیلو پرلوړنرخ اتکا کوي.

د ازادۍ راډیو خبریال چارلس ریکناګل په خپل رپوټ کې وايي، په نړېوالو مارکېټونو کې د تیلو د نرخ د ټیټيدو یو دلیل دا دی چې امریکا له سمندري کاڼو [Shell Oil] د تیلو تولیدات زیات کړي دي.

متحد ایالات اوس هره ورځ، د پخوا په پرتله یو ملیون بیرله زیات، تیل تولیدوي او سږکال په دې کې ترسعودي عربستان هم مخکې و.

د امریکا په تولیداتو کې سږکال د زیاتوالي له امله، روسیې او د تیلو او ګاز د سترو صادرونکو هېوادونو نړېوال سازمان [OPEC] هم د تیلو صادرات زیات کړي دي.

دې په مارکېټ کې د تیلو د خرڅلاو لپاره رقابت تیزکړ او د تیلو نرخ را ټیټ شو.

د تیلو د نرخ د ټیټيدو دوهم دلیل، په مارکېټ کې د تقاضا کمیدل دی.

د نړۍ د اقتصادي ودې له کمزوري کېدو سره، د تیلو واردونکو د تیلو اخیستل کم کړي دي.

داسې ګڼل کېږي چې سږکال به په اروپايي هېوادو کې د اقتصادی ودې اندازه کمه وي.

د پیسو نړېوال سازمان وايي، سږکال به د چېن اقتصادي وده کمزورې وي او پیکنګ ښايي ونه توانیږي چې له اټکل سره سم د خپلې اقتصادي ودې اندازه ۷ اعشاریه پینځه فیصدو ته ورسوي.

د تیلو د نرخ راټیټيدل به کومو هیوادو ته زیات تاوان ورسوي؟

د ازادۍ راډیو خبریال لیکلي، د تیلو هغه صادرونکې به چې اقتصادي ګټه یې په نړېوال مارکېټ کې د تیلو پرلوړ نرخ ولاړه وه، شدیده ضربه وویني.

لکه روسیه چې د خپلې بودجې د توازن برابرولو لپاره باید د تیلو یو بیرل، په لږترلږه یو سل او څلور ډالرو خرڅ کړی.

روسیه اوس یو بیرل تیل په دونوي ډالرو پلوري.

په امریکا کې څيړونکې ادارې وايي، چې نوي ډالرو ته د تیلو د یوه بیرل د نرخ را لویدل به د روسیې بودجه له یو اعشاریه دوه فیصده کسر سره مخامخ کړي.

بل هېواد چې شدیده ضربه خوري، ایران دی ځکه دا هیواد باید د خپلې بودجې د توازن لپاره یو بیرل تیل په یو سل او څلویښت ډالرو خرڅ کړي.

عراق به هم له دې بې اغیزې پاتې نه شي ځکه دا هیواد باید د خپلې بودجې د ثبات لپاره، یو بیرل تیل په یو سل او شپږ ډالرو خرڅ کړي.

د عراق حکومت تر شدید فشار لاندې دی چې خپل پوځ د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره ښه تجهیز کړي.

د تیلود نرخ را لویدل به د دې وسله والې ډلې پر ضد د عراق د حکومت مبارزه هم بې اغیزې نه پریږدي.

خو کوم هیوادونه به له دې وضعیته ګټه اخلي؟

په لندن کې د مالي څيړونو نړیوال مرکز کپیټل ایکونومیکس [Capital Economics] وايي چې د خامو تیلو د یوه بیرل په نرخ کې لس ډالره ټیټوالی، په ټوله نړۍ کې د نا خالصو کورنیو تولیداتو اندازه صفر اعشاریه پينځه فیصده لوړوي.

د تیلو د نرخ ټیټيدل د امریکا، چېن او هند په څير هیوادو اقتصادي وده زیاتوي او اروپايي اتحادیې ته به هم اوږه ورکړي چې یو وار بیا مالي بحران ته ونه لویږي.

که څه هم د نړۍ د اقتصادي ودې له زیاتیدو سره ښايي، د تیلو لپاره تقاضا یو وار بیا لوړه شي خو حتمی نه ده چې د تیلو نرخ ورسره لوړ شي. پ

په صنعتي هیوادونو کې له کم مصرفه تکنالوژۍ کار اخیستل اود تیلود تولید د نویو لارو لکه له سمندري کاڼو [Shell Oil] د تیلو ایستل، په مارکېټ کې نرخ ټيټ ساتلای شي.

راپورونه

افغانستان

اشرف غني د یوهییت په مشرۍ نن اسلام اباد ته ورسید

افغانستان

افراسياب خټک: ګاونډيان بايد د يو بل له ضرره په امان وي

نړۍ

امریکا: عراق د داعش پرضد ۸۰زرو نورو پوځیانو ته اړتیا لري

افغانستان

ولې افغان کابینه په خپل وخت اعلان نه شوه؟

افغانستان

د طالبانو د رژیم ترنسکوریدو وروسته له پاکستان سره د اړیکو بېلابېل پړاونه

افغانستان

تحليلوونکي: پاکستان ته د اشرف غني سفر مهم دى

افغانستان

افغان مشران له پاکستاني چارواکو سره ګوري

افغانستان

خوست: نرسانې په ولسوالیو کې دندو ته تیارې دي

افغانستان

ډنمارک په راتلونکي درې کلونو کې له افغانستان سره ۹۰میلیونو ډالرهمرسته وکړي

افغانستان

اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پراقتصاد او امن خبرې کوي

افغانستان

لندن کنفرانس ته د افغانو ښځو د شبکې ځانګړي وړاندیزونه

افغانستان

مسعودي: وسله والو مخالفانو ته د کابل بانک له لارې پیسې انتقالېدلې

راپورونه

د فلوجه روغتون د دارو-درملو له کموالي سره مخامخ دى

افغانستان

ولسمشرغني نه د غلام بندر د ترانزیټ کېدو غوښتنه

سيمه

"پاکستان يو ملت نه، يو فډراسيون دى"

افغانستان

لسګونه افغان سوداګر به د ولسمشر غني په ملتیا پاکستان ته لاړ شي

افغانستان

لوګریان وايي، ځمکې يي غصب شوي دي

راپورونه

په کابل کې د دیپلوم د ځنډېدو په اړه د ځینو فارغانو شکایت

راپورونه

د اوکرایین د کړکېچ په وړاندې د امنیت شورا خبرداری

افغانستان

دفاع وزارت د شپې عملیات له سره پیلوي