یکشنبه 18 عقرب 1393 سیمه ییزوخت 06:15 PM
ژوندۍ خپرونې
مولټي میدیا
مرکې
فیس بوک
د ګوړې اچار
ویدیو او عکسونه

 پراګ: محمود خان اڅکزی د ازادۍ او مشال راډيو له همکارانو سره
 "له سترې محکمې څخه د یوې کورنۍ غوښتنه"
 د سيمې مهمې پېښې - دوشنبه
 د سيمې او نړی مهمې پېښې
فیسبوک
تویتر
یوتیوب

راپورونه / افغانستان

"پرله پسې زیږونونو میندو او ماشومانو ته روغتیایي ستونزې پیښې کړي"

x

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې پرله پسې زیږونونو میندو او ماشومانو ته روغتیایي ستونزې پیښې کړي او باید مخه یې ونیول شي .

د دې وزارت چارواکي وایې، د زیږنونو ترمنځ فاصله باید کم ترکمه درې کاله وي.

دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اسلام او د کورنۍ د سمبالتیا په نامه په جوړشوي کنفرانس کې وشوې.

په کنفرانس کې د یو شمېر ولایتونو دیني عالمانو وویل، د زیږنونو ترمنځ فاصله مور او ماشوم له روغتیایي ستونزې ژغوري او له شرعیت سره هم مخالفه نه ده.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د پرله پسې زیږنونو له امله په هرو یو لکو زیږنونو کې درې سوه اوه ویشت میندې مړې کیږي.

دا خبره د دې وزارت مرستیالې ناجیه طارق د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اسلام او د کورنۍ د سمبالتیا په نامه کنفرانس کې وکړه.

دې وویل، پرله پسې زیږنونو په هېواد کې ګڼ شمېر میندې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي او د زیږنونو نتیجه یې هم کمزوري ماشومان دي.

د دې په خبره، اوس هغه وخت رارسیدلی چې کورنۍ د میندو او ماشومانو د ژغورلو لپاره د میرمنو د زیږنونو ترمنځ فاصله مراعات کړي.

میرمن طارق وویل، سره له دې چې د شته ستونزې اواری ته هڅې کیږی خوپه بشپړه توګه له منځه نه ده تللی:

″په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د امیندوارۍ او زیږون د ستونزې له امله مري.

همدا رنګه په هرو زرو زیږونونوکې اوه اویا ماشومان له یو کلنی نه مخکي مړه کیږي او اوه نوي ماشومان مخکې له دې چې پنځه کلن شي مري.″

دې وویل، یوازینی لاره چې موراو ماشوم خوندي ساتلی شي هغه د کورنۍ د سمبالتیا پروګرام دی چې باید د دیني عالمانو، موسسو او دولت له خوا په ګډه سره پلي شي.

په جوړ کنفرانس کې د هېواد د دولسو ولایتونو یو شمېر دیني عالمانو هم ګډون کړی و، چې د شرعیت له مخې يې د پرله پسې زیږنونو د خطر په هکله خبرې وکړې او د دوو زیږنونو ترمنځ یې فاصله جایزه وبلله.

د افغانستان د دیني عالمانو د شوراغړي مولوي شمس الرحمن فروتن وویل:

″میندې حق لري چې خپلو ماشومانو ته دوه مکمل شیدې ورکړي او په دې موده کې باید امیندواره نه وي.

طب ثابته کړې کومه مور چې امیندواره وي، شیدې یې ماشوم ته خوند نه ورکوي.

د همدې له امله تر دوو کلونو پورې میرمن کولای شي په مشروعو وسایلو سره د امیندواری مخه ونیسي.″

فروتن دا هم وویل، که کومه کورنی له عذره پرته د شخصي اغراضو په خاطر د ماشومانو د زیږولو مخه نیسي، بیا نو روانه ده.

په غونډه کې د ملګروملتو د وګړو صندق استازیو وویل، د دې لپاره چې افغان میندې او ماشومان له روغتیايي خطرونو ژغورل شوی وي، هڅې کوي چې دا ډول کنفرانسونه د هېواد په نورو ولایتونو کې جوړ کړي.

په کنفرانس کې تاکید وشو، چې د دې پروګرام پلي کول د زیږنونو د مخنیوی لپاره نه بلکې د میندو او ماشوم د روغتیا او د یوې روغې او هوسا ټولنې په خاطر مهم دی.

راپور: خان محمد ″سیند″

راپورونه

افغانستان

بارکزۍ: په نوې کابینه کې دې ښځو ته مهم وزارتونه ورکړل شي

افغانستان

عبید: په پوهنتونونو کې د درس کیفیت ته باید پوره پام وشي

افغانستان

"بریتانیا نن په دې خاطر امنه ده چې بریتانوي ځواکونو په افغانستان کې قرباني ورکړې"

افغانستان

"د ملي یووالي حكومت ډواړه تيمونه دې په ترسره شوي توافق عمل وكړي"

نړۍ

جان کري نن له خپل ايراني سيال سره په عمان کې ويني

افغانستان

کابل: د امنیه قوماندان د دفتر امر په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو

افغانستان

د ښځینه فلمونو نړېوال فیسټیوال په هرات کې پرانسیتل شو

نړۍ

ګورباچوب: نړۍ د یو نوي ساړه جنګ په درشل کې ده

پاکستان

آيا د ISI د مشر په بدلون به د دغې ادارې په پاليسو کې بدلون راشي؟

افغانستان

د خوست لوبغاړو د المپیک د ملي کمېټې د مشر پر ضد لاریون وکړ

افغانستان

"نوی حکومت په بیلا بیلو برخو کې دښځو دفعالیتونو زیاتولو ته ژمن دی"

افغانستان

زمر: د زندانیانو د دوسیو پر څيړنو په جدي توګه کار روان دی

افغانستان

سالارزی: د پوځي عملیاتو لپاره یو طرزالعمل جوړیږي

افغانستان

"وسله وال دې له وینې تویولو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي"

افغانستان

د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شوو لسو افغانانو مړي کابل ته رانتقال شول

افغانستان

"د روسیې له ولسمشره له افغانستان سره د مرستې لپاره مننه کوو"

افغانستان

بي بي ګل غني د افغان میرمنو لپاره د USAID د ستر پروګرام د پیلېدو هرکلی وکړ

افغانستان

ولسمشر غني: د کابینې په جوړولو کې د بېړې پرځای باید له دقته کار واخیستل شي

افغانستان

د امريکا پوځ په افغانستان کې خپلې زرګونه موقتي ودانۍ له منځه وړي

نړۍ

اونیل: ما اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې وواژه