02 ميزان, 1393

VOA Pashto Youtube Channel
live radio
Karwan TV Show

خبرونه / افغانستان

د سره صلیب یرغمل شوي کارکوونکي خوشې شول

x
اکرام شينواری

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویلي چې د دوی هغه پنځه تنه کارکوونکي چې یوه اونۍ وړاندې د هرات په ولایت کې تښتول شوي وو نن پنجشنبه برمته کوونکو خوشې کړي دي.

دې کمیټې پرته له قید او شرط څخه ددغې کمیټې د کارکوونکو د خوشې کیدلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې باید ټول اړخونه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د کارونو درناوی وکړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دا پنځه افغان کارکوونکي تیره پنجشنبه د اسد په۲۳ د هرات ولایت د ادرسکن په ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوي وو.

دغه کارکوونکي د جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستو د لارو چارو د لټولو په نیت د ادرسکن ولسوالۍ ته ورغلي وو.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې میرمن مونيکا زناریلی ویلي چې خوشې شوي کارکوونکي روغ او رمټ دي.

 میرمن زناریلی وایي "زموږ پنځه تنه کارکوونکی خوشې شول، دوی روغ جوړ دي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي، چې موږ ته تر ټولو مهمه وه، موږ په افغانستان کې د جګړې له امله اغېزمن  شویو وګړو سره د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ژمن پاتې کېږو. یو ځل بیا موږ په ټول هېواد کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري کارونو د لا درناوي غوښتنه کوو. زموږ کارکوونکي بايد پرېښوول شي، چې په خوندي ډول کار وکړي. "

د سره صلیب نړیوالې کمیټې آی سي آر سي په کابل کې خپل دفتر په ۱۹۸۷ کال کې پرانیستی دی.

د نړیوال بشرپالونکي قانون څخه د سرغړونو مخنیوی، له بندیانو نه ملاتړ او ملکي وګړو سره د اوبو رسونې، روغتیا او نورو بېلابېلو برخو کې د مرستو برابرول په افغانستان کې ددغې کمیټې د کارونو لویه برخه جوړوي.

همداشان دا کمیټه، د جګړې له امله د اغېزمن شوو کورنیو سره د مرستې لپاره هم پروګرامونه لري، د کورنیو د غړو ترمنځ اړیکې ټینګوي، د یو بې پلوه منځګړي په توګه کار کوي، د ټپيانو او معلولینو سره د روغتیا ساتنې په برخو کې هم مرستې کوي.

د دې لیکوال نورې لیکنې

  • افغان دفاع وزیر: تر څلور میاشتو به امنیتي لېږد بشپړ شي
  • جمهور رئیس کرزی سبا ته د خپلو مامورینو سره مخه ښه کوي
  • د ملي وحدت د حکومت د جوړولو موافقه لاسیلک شوه
  • د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې سبا اعلانیږي
  • د ټاکنو کمیسیون د شکایتونو د کمیسیون نه وضاحت غواړي
نورمطالب
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
کاندیدانو ته نوې وړاندې شوې طرحه څه ده؟i
▶ || 0:00:00
... ⇱
 
🔇
X
24.06.1393 18:04
د دوه و کاندیدانو تر منځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو له خوا د وړاندې شوې نوې طرحې په اړه چې ویل شوي دواړو خواو ورباندې موافقه هم کړې ده، دعبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم غړي عبدالجبار شولگري سره د ښایسته سعادت لامع تازه مرکه وگورئ.
ویډیو

 کاندیدانو ته نوې وړاندې شوې طرحه څه ده؟

د دوه و کاندیدانو تر منځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو له خوا د وړاندې شوې نوې طرحې په اړه چې ویل شوي دواړو خواو ورباندې موافقه هم کړې ده، دعبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم غړي عبدالجبار شولگري سره د ښایسته سعادت لامع تازه مرکه وگورئ.
ویډیو

 د افغانستان د انتخاباتو د کړکیچ په اړه وروستني معلومات

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړیدو لپاره فشارونه زیات شوي ټاکل شوې وه چې نن عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یو ځل بیا سره وگوري. تفصیل یې له کابل څخه د آشنا تلویزیون خبریال راکوي.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 52.0MB
  • 360p / 72.0MB
  • 480p / 116.0MB
 
🔇
X
01.07.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.