02 ميزان, 1393

VOA Pashto Youtube Channel
live radio
Karwan TV Show

خبرونه / افغانستان

د پاکستان له لورې پر کونړ باندې د توغندیو خلاف لاریون

په جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د بریدنو په خلاف د ځوانانو لاریون
x
په جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د بریدنو په خلاف د ځوانانو لاریون
ضیا الرحمن حسرت
د جلال آباد ځوانانو د يو لاريون په ترڅ کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې پر کونړ ولايت د پاکستاني راکټي بريدونو پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

دغه ځوانان چې شمېره يې شاوخوا دوو سوو ته رسېده د ننگرهار ولایت مقام ته نږدې خپل لاريون ترسره کړ.

دوى چې دننګرهار د ځوانانو چارو امريت په هڅو راټول شوي وو ، همداشان یې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې ددغو بريدونو پرضد دې بايد دوى پر وسلو سنبال شي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزى وايي چې نړيواله ټولنه په تېره امريکا دې په دې موضوع کې مداخله وکړي.

احمدزي وویل "نړيواله ټولنه په تېره امريکا بايد په دې موضوع کې مداخله وکړي،دوى چې ستراتيژيک تړون غواړي نو بايد زموم له سرحداتو دفاع وکړي،دولت بايد دا ستونزده حل کړي
".

يو تن لاريون کوونکى نور احمد نورانى وايي چې دوى دې ته تيار دي چې دپاکستاني ځواکونو دبريدونو ددوام په صورت کې خپلو پوځونو سره څنګ په څنګ ودرېږي.

ددې لاريون يو بل ګډونوال زاهدالله شينوارى وايي چې پر کونړ ولايت د پاکستاني سرتېرو راکټي بريدونو دلته د ځوانانو پر روحياتو بدې اغېزې کړي او سخت يې اندېښمن کړي دي.

دى وايي "موږ روحي مشکلات لرو له يوې خوا ټاکنې راروانې دي له بلې خوا مو ازموينې روانې دي،حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي،دولت بايد په دې اړه جدي اقدام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهيسې دچهارشنبې تر سهاره د کونړ پر دانګام ولسوالۍ يوسل اوه لس توغندي د پاکستان له لورې توغول شوي دي او پر شيګل ولسوالۍ هم آتيا نور توغندي ویشتل شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې دا بريدونه هيڅ ډول ځاني زيان نه لري.

پاکستان له خپلې خاورې د کونړ په ولایت بریدونه تر اوسه نه دي منلي او ادعا یې کړې چې د افغانستان له اړخه یې مخالف وسلوال په امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دوي ورباندې ډزې کوي.

خو افغان حکومت وایي چې په دې مسله یې څو ځله له اسلام اباد سره خبرې کړي دي.

د دې لیکوال نورې لیکنې

  • په کنړ ولایت کې یوولس ملکي کسان وژل شوي دي
  • ننګرهار کې خلک د ټاکنو د پایلو ژر اعلانیدل غواړي
  • د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست ډله یيز ځانمرګى بريد شوى
  • د زابل په زندان ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي
  • افغانان نن د خپلې خپلواکۍ ۹۵ کلیزه لمانځي
نورمطالب
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
کاندیدانو ته نوې وړاندې شوې طرحه څه ده؟i
▶ || 0:00:00
... ⇱
 
🔇
X
24.06.1393 18:04
د دوه و کاندیدانو تر منځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو له خوا د وړاندې شوې نوې طرحې په اړه چې ویل شوي دواړو خواو ورباندې موافقه هم کړې ده، دعبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم غړي عبدالجبار شولگري سره د ښایسته سعادت لامع تازه مرکه وگورئ.
ویډیو

 کاندیدانو ته نوې وړاندې شوې طرحه څه ده؟

د دوه و کاندیدانو تر منځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو له خوا د وړاندې شوې نوې طرحې په اړه چې ویل شوي دواړو خواو ورباندې موافقه هم کړې ده، دعبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم غړي عبدالجبار شولگري سره د ښایسته سعادت لامع تازه مرکه وگورئ.
ویډیو

 د افغانستان د انتخاباتو د کړکیچ په اړه وروستني معلومات

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړیدو لپاره فشارونه زیات شوي ټاکل شوې وه چې نن عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یو ځل بیا سره وگوري. تفصیل یې له کابل څخه د آشنا تلویزیون خبریال راکوي.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 52.0MB
  • 360p / 72.0MB
  • 480p / 116.0MB
 
🔇
X
01.07.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.