02 ميزان, 1393

VOA Pashto Youtube Channel
live radio
Karwan TV Show

خبرونه / افغانستان

ننګرهار کی د ماین چاودنې یو وژلې او ۲۵یې ټپیان کړي

ارشیف
x
ارشیف
ضیا الرحمن حسرت
په ننګرهار کې چارواکي وایي چې ددغه ولایت د غني خیلو په ولسوالۍ کې د پولیسو په موټر د ماین په چاودنه کې یو ملکي سړې وژل شوي او ۲۵ تنه نور چې دوه یې پولس دي ټپیان شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي چې پیښه نن سهار نهه بجې او ١٥ دقيقې د غني خیلو ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوليس يو رنجر موټر له سيمې څخه د تیرېدو په حال کې وه.

هغه وايي چې چاودنه د سرک د غاړې د چاودېدونکو توکو له امله د پوليس پر موټر رامنځته شوې ده.

ښاغلي عبدالزى وويل چې پوليس سيمې ته رسیدلي او زخميان يې دغني خیلو ولسوالۍ سيمه يز روغتون ته انتقال کړي دي.

د روغتون ډاکټران بيا د زخميانو روغتيايي وضعه د ډاډ وړ بولي.

ددې پېښې مسوليت تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

د دې لیکوال نورې لیکنې

  • په کنړ ولایت کې یوولس ملکي کسان وژل شوي دي
  • ننګرهار کې خلک د ټاکنو د پایلو ژر اعلانیدل غواړي
  • د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست ډله یيز ځانمرګى بريد شوى
  • د زابل په زندان ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي
  • افغانان نن د خپلې خپلواکۍ ۹۵ کلیزه لمانځي
نورمطالب
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
کاندیدانو ته نوې وړاندې شوې طرحه څه ده؟i
▶ || 0:00:00
... ⇱
 
🔇
X
24.06.1393 18:04
د دوه و کاندیدانو تر منځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو له خوا د وړاندې شوې نوې طرحې په اړه چې ویل شوي دواړو خواو ورباندې موافقه هم کړې ده، دعبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم غړي عبدالجبار شولگري سره د ښایسته سعادت لامع تازه مرکه وگورئ.
ویډیو

 کاندیدانو ته نوې وړاندې شوې طرحه څه ده؟

د دوه و کاندیدانو تر منځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو له خوا د وړاندې شوې نوې طرحې په اړه چې ویل شوي دواړو خواو ورباندې موافقه هم کړې ده، دعبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم غړي عبدالجبار شولگري سره د ښایسته سعادت لامع تازه مرکه وگورئ.
ویډیو

 د افغانستان د انتخاباتو د کړکیچ په اړه وروستني معلومات

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړیدو لپاره فشارونه زیات شوي ټاکل شوې وه چې نن عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یو ځل بیا سره وگوري. تفصیل یې له کابل څخه د آشنا تلویزیون خبریال راکوي.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 52.0MB
  • 360p / 72.0MB
  • 480p / 116.0MB
 
🔇
X
01.07.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.