چهارشنبه 2 ميزان 1393 سیمه ییزوخت 01:11 AM
ژوندۍ خپرونې
مولټي میدیا
مرکې
فیس بوک
د ګوړې اچار
ویدیو او عکسونه

 "نوی حکومت دې له لویدیځ سره په اړیکو کې محتاط وي"
 د انتخاباتو د نتیجې د اعلان د ملي وحدت حکومت د جوړولو په اړه د کابل ښاریانو نظرونه
 د سیمې مهمې پېښې
 د سیمې مهمې پېښې
فیسبوک
تویتر
یوتیوب

راپورونه / افغانستان

"که تړون لاسلیک نه شي، امریکايي سرتیري د روان کال تر پایه پاتې کیدای شي"

x

د امریکا د پوځ یو لوړ پوړی مشر وایي، که د افغانستان د ولسشمرۍ د انتخاباتو نتیجه ژر معلومه نه شي او دوه اړخیز امنیتي تړون هم لاسلیک نه شي، امریکا په کم وخت کې ټول سرتیري له دې هېواده ایستلی شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټین ډمپسي دغه راز وویل چې امریکا کولای شي د روان میلادي کال تر پای ته رسیدو ورسته په افغانستان کې سرتیري پریږدي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د سیاسي انتقال پروسې ته اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې ایا کوم یو کاندید به وکولای شي چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې د سپټمبر په ۴ په ویلز کې جوړیږي او د ناتو مشران په افغانستان کې د دې سازمان د راتلونکې ماموریت په اړه پریکړه کوي، ګډون وکړي.

د امریکا یو لوړ رتبه پوځي مشر وایي، که د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لانجه نوره هم اوږده شي او د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي، پنتاګون پر یوه پلان کار کړی چې له مخې یې امریکایي سرتیري کولای شي د روان میلادي کال ترپای ته رسیدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیزجنرال مارټین ډمپسي دا خبره هغو خبریالانو ته کړې چې له ده سره افغانستان ته په سفر کې ملګري دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز دغه راز وویل، چې که امنیتي تړون لاسلیک نه شي او د دې اړتیا پیدا شوه چې امریکایي سرتیري له افغانستانه ووځي، امریکا ۱۲۰ ورځو ته اړتیا لري چې ټول سرتیري او پوځي وسایل او تجهیزات له دې هېواده وباسي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د ناتو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو د قومندان د بدلیدو په مراسموکې د ګډون لپاره پرون افغانستان ته لاړ.

امریکایي جنرال جوزیف ډنفورډ په داسې حال کې د ناتو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو مشري جنرال جان کمپبیل ته سپاري چې طالبانو په دې وروستیو کې ډله ییزو حملو ته زور ورکړی او د سیاسي انتقال لپاره د نوي ولسمشرد غوره کیدو پروسه ځنډنۍ شوې ده.

د اسوشتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې د نوي ولسمشره ټاکل کیدو د امریکا لپاره چې ویلي یې دي که امنیتي تړون لاسلیک نه شي، ټول سرتیري به د روان کال ترپایه له دې هېواده وباسي، یو مبهم وضعیت رامنځ ته کړی دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټین ډمپسي وویل، موږ دا خبره کړې چې امنیتي تړون ته اړتیا لرو هغه ته په دې خاطرنه چې ګواکې موږ اجازه نه لرو چې سرتیري مو د روان کال ترپای ته رسیدو وروسته په دې هېواد کې پاتې شي بلکه دغه امنیتي تړون به د افغانستان د حکومت د ښه نیت او ارادې څرګندونه کوي.

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ویلي، چې د بریالي کیدو په صورت کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کوي.

جنرال ډمپسي هم دا خبره ومنله چې؛ دی هم په افغانستان کې سیاسي انتقال ته اندیښنه لري.

ډمپسي وویل، بلاخره به یوه ورځ د انتخاباتو ګټونکی اعلانیږي خو بایلونکي هم په دې پروسه کې مهم رول لوبولی اود ټولنې د یوې برخې ملاتړ یې خپل کړی.

هغه زیاته کړه، د ده په باور دا مهمه ده چې دوی یوه داسې حل لاره پیدا کړي چې بایلونکی هم په کې شامل وي او تر ډیره د بایلونکي او ګټونکي مساله مطرح نه وي بلکه یو شراکت رامنځ ته شي.

امریکایي چارواکو پر دواړو کاندیدانو فشار راوستی چې د سپټمبر د میاشتې تر لومړیو پورې دې د ملي یووالي په نوم حکومت رامنځ ته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روانې میاشتې په سر کې دغه غوښتنه له دواړو کاندیدانو وکړه چې چې د ناتو د سرمشریزې د مخه دې پریوې حل لارې موافقه وکړي.

د ناتو سرمشریزه د سپټمبر په ۴ په ویلز کې جوړیږي.

د امریکا د پوځ مشر دغه راز وویل، تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې ایا کوم یوکاندید به وکولای شي چې په دې سرمشریزه کې چې د ناتو مشران په افغانستان کې د دې سازمان د راتلونکې ماموریت په اړه پریکړه کوي، ګډون وکړي.

افغان امنتیي ځواکونه چې ټاکل شوې د روان کال ترپایه د هیواد بشپړ امنیتي مسولیت په غاړه واخلي، په جنوب او ختیځ کې د طالبانو له سختو حملو سره مخامخ دي.

جنرال مارټین ډمپسي وویل، ده د سختو جګړو اټکل کړی وخو په ډیرو مواردو کې لیدل شوي چې افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي چې ځانونه منسجم کړي او له طالبانو لاندې کړې سیمې بیرته ونیسي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما امرکړی چې د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په صورت کې دې د روان کال ترپایه ته رسیدو وروسته شاوخوا لس زره سرتیري په افغانستان کې پاتې شي چې د ۲۰۱۵ کال ترپایه به یې شمیرنیمایې ته راکم شي.

امریکا به له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د امنیتي دفترلپاره یواځې د زرو په شاوخوا کې سرتیري پریږدي.

راپورونه

افغانستان

″له امریکا سره د تړون په لاسلیک کې دې له بیړې کار نه اخیستل کیږي″

افغانستان

"نوی حکومت دې له لویدیځ سره په اړیکو کې محتاط وي"

افغانستان

ډیری رایې ورکونکي: زموږ رایې څه شوې؟

افغانستان

د ملي یووالي حکومت په اړه زیاتې پوښتنې مطرح شوي دي

افغانستان

"په تیرو ۱۳کلونو کې پاکستان او امریکا په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبول"

افغانستان

صدیقي: د کانونو د امنیت ټينګولو لپاره کافي امکانات لرو

افغانستان

اشرف غني: د ملي وحدت حکومت هر افغان ته ځواب ورکوونکی دی

افغانستان

میرمن اندیا وايي، د مور ملکېت يې د زورورو له خوا غصبېږي

نړۍ

روسيې پر داعش د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه د سوریه پر حاکمیت تېری بللی

سيمه

پېښور: د نيمه پوځيانو پر قومندان چاودنې، ٣ کسان ووژل، ١٣ ټپيان کړل

افغانستان

اشرف غني: د افغانستان ستر ملت له موږ څخه خدمت غواړي نه باداري

پاکستان

بلوچستان: په دوو پېښو کې څوارلس تنه وژل شوي

افغانستان

"بهرنیانو له بګرام زندانه د پاکستاني بندیانو په خوشې کولو د افغانستان قوانین نقض کړي"

افغانستان

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په قطر کې نه کیږي

افغانستان

مدبر: د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به شانداره وي

افغانستان

د کورنیو چارو وزارت وايي په هېواد کې د جرمونو کچه ټیټه شوې

افغانستان

ضرار احمد د م.م په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ

نړۍ

"اوباما به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د جلسې مشري وکړي"

افغانستان

"د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون ته تدابیر چمتوالی نیول شوی"

افغانستان

ولسي جرګه: د ملي یووالي په حکومت کې باید د ملي ګټو لپاره کار وشي