سه شنبه 1 ميزان 1393 سیمه ییزوخت 06:34 PM
ژوندۍ خپرونې
مولټي میدیا
مرکې
فیس بوک
د ګوړې اچار
ویدیو او عکسونه

 "نوی حکومت دې له لویدیځ سره په اړیکو کې محتاط وي"
 د انتخاباتو د نتیجې د اعلان د ملي وحدت حکومت د جوړولو په اړه د کابل ښاریانو نظرونه
 د سیمې مهمې پېښې
 د سیمې مهمې پېښې
فیسبوک
تویتر
یوتیوب

راپورونه / افغانستان

نوی ولسمشر به د وږي په یوولسمه په ټاکلې نېټه لوړه وکړي؟

x

په داسې حال کې چې نن د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش له بهیرسره په یوه وخت کې د مشکوکو رایو د ابطال کار پیل شوی، دا اندېښنې لاهم پرځای پاتې دي چې نوی ولسمشربه د وږي یا سنبلې په یوولسمه په ټاکلې نېټه لوړه وکړي.

له دې مخکې ولسمشرحامد کرزي له دواړو کاندیدانو غوښتي و، چې ژر تر ژره یوې پرېکړې ته ورسېږي.

لویدیځ چارواکي تمه لري چې د وږي په نهمه نېټه په انګلستان کې د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان نوی ولسمشر ګډون وکړي.

د افغانستان د راتلونکي ولسمشرد لوړې د مراسمو لپاره نوې ټاکل شوې نېټه د وږي یا سنبلې میاشتې یوولسمه چې د راروانې سپټمبر میاشتې له دوهمې سره برابره ده ټاکل شوې.

که لوړه وشي که ونه شي، له دې نېټې دوه ورځې وروسته د سپټمبر په پنځمه د انګلستان په ویلزکې د ناټو سرمشریزه په پام کې ده او نوی افغان ولسمشر به ګډون پکې کوي.

په دې سرمشریزه کې په دې اړه خبرې په پام کې دي چې د روان کال په پای کې د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان څومره نړیوالې مرستې ترلاسه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون شپه او ورځ کار کوي څو د رایو د تفتیش بهیربشپړکړي خو د دواړو کاندیدانو ترمنځ سخت اختلافونو دا اندېښنې رامنځ ته کړې چې ښايي له ولسمشرکرزي څخه نوي ولسمشرته د واک لېږد ډېراسانه نه وي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر پرون له دواړو کاندیدانو سره د ولسمشر کرزي د کتنې په اړه په یوه بیان کې وویل، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لانجې دوام د خلکو پر ورځني ژوند په تېره پر امنیت، اقتصاد او حکومتولۍ ناوړه اغېز کړی. بیان زیاتوي چې دا حالت باید ژرترژره پای ته ورسېږي.

د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند سید اقا فاضل سنچارکي ازادۍ راډیو ته وویل، د یکشنبې په ورځ له دواړو کاندیدانو سره د ولسمشر کرزي په کتنه کې د لوړې د مراسمو د ورځې په اړه کومه پریکړه ونه شوه:

″ولسمشرد یکشنبې په ورځ له دواړو کاندیدانو سره وکتل او ډاکټر عبدالله د لوړې  د مراسمو د ورځې د ټاکلو لپاره ټول شرایط د رایو په تفتیش او تخنیکي پرمختګ پورې تړلي وبلل.

دا پرمختګ که لس یا کمې او زیاتې ورځې نیسي، د تفتیش په وضعیت پورې اړه لري، خو په دې اړه خبرې کومې خاصې نتیجې ته نه دي رسیدلي.″

له بلې خوا په داسې حال کې چې نن د مشکوکو رایو د ابطال بهیر پیل شو، د دواړو انتخاباتي ډلو استازي له څو ورځو راهیسې د ملي وحدت په ګډ کمیسیون کې راټول شوي او غونډې کوي څو د ملي وحدت د حکومت پر شرایطو موافقه وکړي.

خو په دې کمیسیون کې د روانو بحثونو نتیجه ډېره هم امېدواروونکې نه ښکاري.

رویټرزخبري آژانس د عبدالله عبدالله د ویاند مجیب الرحمن رحیمي له قوله لیکي چې وايي، د دواړو ډلو استازي هڅه کوي چې اختلاف کم او ګډ دریځ خپل کړي خو د نوموړي په وینا دواړه ټیمونه د دوو بېلابېلو فلسفو استازیتوب کوي.

رحیمي وايي، دی ډاډه نه دی چې نوی ولسمشر به څرنګه چې افغان ولسمشر او سپینه ماڼۍ تمه لري په ټاکلې نېټه لوړه وکړي.

د اشرف غني احمدزي د ټیم یوه غړي داودسلطانزوی د هیواد روان وضعیت او د ناټو د راتلونکې سرمشریزې اهمیت ته په پام سره په ټاکلې نېټه د لوړې د مراسمو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.

نوموړي ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دې کار لپاره د انتخاباتو د کمیسیون ښه مدیریت او د دواړو انتخاباتي ټيمونو همکاري مهمه ده:

″د لوړې موضوع په سیاسي او تخنیکي موضوعاتو پورې اړه لري چې د دواړو انتخاباتي ټيمونو له لوري په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې شته او هیله ده چې د ځانګړي تفتیش لپاره دا پروسه چټکه کړي تر څو وشو کولای دا تقویم مراعت کړو.″

خو رویټرز خبري آژانس د تحول او تداوم د ټیم د یوه استازي له قوله چې غواړي نوم یې یاد نشي لیکي چې وايي، د ملي وحدت د حکومت د تعریف په اړه په خبرو کې کم پرمختګ شوی.

د اشرف غني احمدزي د ټیم دا غړی زیاتوي چې د سیاسي توافق په برخه کې هېڅ هم نه دي ور زیات شوي او د ملي وحدت کمیسیون په اکثرو برخو کې نتیجې ته نه دی رسېدلی.

راپورونه

افغانستان

"نوی حکومت دې له لویدیځ سره په اړیکو کې محتاط وي"

افغانستان

ډیری رایې ورکونکي: زموږ رایې څه شوې؟

افغانستان

د ملي یووالي حکومت په اړه زیاتې پوښتنې مطرح شوي دي

افغانستان

"په تیرو ۱۳کلونو کې پاکستان او امریکا په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبول"

افغانستان

صدیقي: د کانونو د امنیت ټينګولو لپاره کافي امکانات لرو

افغانستان

اشرف غني: د ملي وحدت حکومت هر افغان ته ځواب ورکوونکی دی

افغانستان

″له امریکا سره د تړون په لاسلیک کې دې له بیړې کار نه اخیستل کیږي″

افغانستان

میرمن اندیا وايي، د مور ملکېت يې د زورورو له خوا غصبېږي

نړۍ

روسيې پر داعش د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه د سوریه پر حاکمیت تېری بللی

سيمه

پېښور: د نيمه پوځيانو پر قومندان چاودنې، ٣ کسان ووژل، ١٣ ټپيان کړل

افغانستان

اشرف غني: د افغانستان ستر ملت له موږ څخه خدمت غواړي نه باداري

پاکستان

بلوچستان: په دوو پېښو کې څوارلس تنه وژل شوي

افغانستان

"بهرنیانو له بګرام زندانه د پاکستاني بندیانو په خوشې کولو د افغانستان قوانین نقض کړي"

افغانستان

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په قطر کې نه کیږي

افغانستان

مدبر: د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به شانداره وي

افغانستان

د کورنیو چارو وزارت وايي په هېواد کې د جرمونو کچه ټیټه شوې

افغانستان

ضرار احمد د م.م په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ

نړۍ

"اوباما به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د جلسې مشري وکړي"

افغانستان

"د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون ته تدابیر چمتوالی نیول شوی"

افغانستان

ولسي جرګه: د ملي یووالي په حکومت کې باید د ملي ګټو لپاره کار وشي