سه شنبه 1 ميزان 1393 سیمه ییزوخت 02:38 AM
ژوندۍ خپرونې
مولټي میدیا
مرکې
فیس بوک
د ګوړې اچار
ویدیو او عکسونه

 د انتخاباتو د نتیجې د اعلان د ملي وحدت حکومت د جوړولو په اړه د کابل ښاریانو نظرونه
 سید زاده: د انتخاباتو د نتیجې اعلان د جرایمو کچه ټیټه کړې ده
 د سیمې مهمې پېښې
 د سیمې مهمې پېښې
فیسبوک
تویتر
یوتیوب

راپورونه / افغانستان

چارواکی: پاکستان د افغانستان پر وړاندې جبهه یي جنګ پیل کړی

x

یو افغان دولتي چارواکي د لومړي ځل لپاره وایي، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې جبهه یي جنګ پیل کړی دی.

دغه حکومتي چارواکي د نوم د نه افشا کیدو په صورت کې ویلي، چې د حکومت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو حضور په بې ساري ډول زیات شوی دی.

دا مساله په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني سلاکارانو د حضور د زیاتیدو په اړه څرګندونې وکړې او هغه یې په افغانستان کې د پاکستان ښکاره مداخله یاده کړه.

د افغان دولت د یوه چارواکي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پاکستان مداخلې اوس مهال پراخې شوي او نوي اړخونه یې پیدا کړي.

دغه دولتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط پر افغانستان د پاکستان له ښکاره تیریو پرده پورته کړه او ویې ویل، د افغانستان په وړاندې یې نیابتي جګړه پیل کړې.

د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو او سلاکارانو زیاتیدل، پرختيځو سیمو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو دوام، د افغانستان په بېلابېلو سیموکې د پاکستان په مستقیم ملاتړ د جبهه یې جګړو پیلیدل، د انتحاري او ډله ییزو حملو زیاتیدل او د مطرحو شخصیتونو او ملکیانو وژنه د دغه دولتي سرچینې له خوا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له ښکاره تیریو څخه یاد شوي.

د سرچیني د معلوماتو له مخې، پاکستان یوازې په دې اکتفا نه ده کړې بلکې په دې وروستیو کې یې په ځینو سرحدي سیمو کې افغانانو ته د پاکستاني تذکرو ویشل هم پيل کړي دي.

دغې منبع داسې اسناد او ویډیو ګانې خپاره کړې چې ښیې پاکستانیان عملا د افغانستان په ځینو سیمو کې د جګړې مشري او په پنجابي ژبه خبرې کوي.

په وړاندې شویو اسنادو کې د پاکستان په خاوره کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو روزنیز مرکزونه هم ښودل شوي دي.

د سرچینې په حواله د کابل پرهوایې ډګر پرله پسې راکټي او ډله ییزې حملې، په هلمند، ننګرهار او زابل کې د پاکستان په ملاتړ روانې جګړې، د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې وروستۍ موټر بم چاودنه، د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د خندقونو او موانعو جوړول او په کونړ او خوست ولایتونو کې د هوایې حریم نقض د افغانستان په وړاندې د پاکستان له وروستیو اقداماتو څخه بلل کیږي.

خو پوښتنه دا ده چې د دغه ډول اقداماتو تر شا د پاکستان هدف څه دی؟

د افغان دولت د همدې چارواکي په باور، پاکستان په افغانستان کې د هند د پراخ احتمالي حضوره اندیښنه لري.

سرچینه وایې، پاکستان ادعا کوي چې هند دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونوکې څوارلس قونسلګرۍ لري او څوارلس زره هندي سلاکاران دا مهال د افغانستان په اردو کې موجود دي.

منبع وویل، دا هغه څه دي چې پاکستان یې په افغانستان کې د خپلې مداخلې لپاره توجه کوي.

په همدې حال کې افغان دولت نه یوازي دا چې د پاکستان دا ادعا ردوي بلکې له پاکستان څخه یې غوښتي چې د خپل شک د لرې کولو لپاره دې یو باصلاحیته پلاوی و ټاکي څو په دې اړه پلټنې وکړي.

د ځینو کارپوهانو په باور د افغان دولت له دې نرم دريځ سره سره پاکستان تل په افغانستان کې د پراخ نفوذ پیدا کولو سیاست لوبولی دی.

کارپوهان وایې، دغه هیواد تل هڅه کړې چې په افغاستان کې خپل لاس پوڅی حکومت ولري او یا لږ تر لږه په حکومت کې داسي کړۍ ځای پر ځای کړي چې د پاکستان د ګټو لپاره کار وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، چې نور به د پاکستان د سرغړونو پر وړاندي چوپ پاته نشي.

په نړېواله سطح د دې مسالې مطرح کول، د اقتصادي اړیکو پرې کول او بالاخبره پوځي اقدام هغه څه دي چې افغان حکومت یې د پاکستان د حملو او مداخلو په وړاندي په پام کې لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې دوی په کابل کې د پاکستان سفیر ته د دغه هیواد د وروستیو تحرکاتو په اړه خپل احتجاج لیک سپارلی او د مقابل لورې ځواب ته منتظر دي:

″البته چې موږ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اعتراض په وړاندي د پاکستان ځواب ته منتظر یو.

موږ تمه لرو پاکستان زموږ له خوا وړاندي شوي موارد په پام کې و نیسي څو د سرغړونو مخنیوی وشي.″

ددې ترڅنګ پاکستان ادعا لري چې، د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پڼنځایونه لري او له همدې ځایه پر پاکستان حملې پلانوي.

د افغان دولت سرچینه وایې، پاکستان ګواښ کړی چې که افغان حکومت په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام ونکړي نو دوی به یې پر وړاندي د افغانستان په خاوره کې حمله وکړي.

که څه هم افغان حکومت د پاکستان د تازه ګواښ په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې یې په وار وار د دغه هیواد هر ډول مداخلو ته د ځواب ویلو لپاره تیاری ښودلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتی ځواکونه وایی چې د حکومت وسله وال مخالفین د سلګونه پاکستاني پوځیانو په ملاتړ له شاوخوا یوې میاشتې نه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په جګړو بوخت دي.

دوي زیاتوي پاکستان دغه راز له تیرو څلورو کلونو راهیسې د هیواد پر ختیځو برخو زرګونه توغندي ویشتي چې په نتیجه کې یې لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه راز پنځلس سوه کورنۍ له دغو سیمو بې ځایه شوي او لا هم دا راکټي حملې په شدت سره دوام لري.

خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي او وایې چې هیواد یې د تروریزم پر وړاندي جګړه کې ستره قرباني ورکړې ده.

د سیاسي چارو کارپوهان وایې، افغان حکومت ته له دې وروسته لازمه ده چې د پاکستان پر وړاندي په خپل سیاست کې بشپړ بدلون راولي.

د دوی به باور افغان حکومت نه یوازۍ د ډيپلوماسۍ له لاري بلکې د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو په مرسته هم باید پر پاکستان فشار واچوي څو د افغانستان په چارو کې خپلې لاس وهنې یومخ بندې کړي.

راپورونه

افغانستان

ضرار احمد د م.م په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ

نړۍ

"اوباما به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د جلسې مشري وکړي"

افغانستان

"د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون ته تدابیر چمتوالی نیول شوی"

افغانستان

ولسي جرګه: د ملي یووالي په حکومت کې باید د ملي ګټو لپاره کار وشي

نړۍ

جان کري له خپل ایراني او روسي سیالانو سره د داعش ډلې په اړه خبرې وکړې

افغانستان

اشرف غني راتلونکې اوونۍ د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي

افغانستان

نوازشريف اشرف غني ته مبارکي او د پاکستان د سفر بلنه ورکړې

افغانستان

خوستوال: د سرتاسري سولې لپاره هر اړخیز میکانیزم ته اړتیا ده

افغانستان

په غزني کې وسله والو پر خلکو لارې بندې کړي دي

پاکستان

پاکستان په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت د جوړولو هرکلى کړى

افغانستان

د اشرف غني احمدزي ژوند ته لنډه کتنه

افغانستان

د ملي یووالي حکومت په اړه د لاسلیک شوې موافقتنامې متن

افغانستان

دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړېدو موافقتنامه لاسلیک کړه

افغانستان

د انتخاباتو کمیسیون اشرف غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ

افغانستان

امریکا، ناټو او م.م د افغان کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي حکومت په اړه د موافقې هرکلی وکړ

افغانستان

اکسونپ: سوله د افغانستان د خلکو عمده اړتیا ده

افغانستان

راشدي: د نشه يي توکو پرضد د مبارزې لپاره نوې ستراتیژي ته اړتیا ده

افغانستان

د ملي یووالي حکومت جوړولو موافقه لاسلیک شوه

افغانستان

کاموال: د ګوزڼ ناورغۍ زیاتې پيښې په شرقي زون کې ثبت شوي

افغانستان

د ملي یووالي حکومت موافقه نن لاسلیک کیږي