05 سنبله, 1393

VOA Pashto Youtube Channel
live radio
Karwan TV Show

خبرونه / افغانستان

پاکستان :د کنړ نه زمونږ په پوستو وسلوالو بریدونه کړي

ارشیف
x
ارشیف
اکرام شينواری

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا نا سمه بللې چې په کې ویل شوي چې تیره شپه تر ۸۰ پورې وسلوالو د کنړ ولایت له حدودونه د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته په پاکستاني امنیتي پوستو په بریدونو کې برخه اخیستې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان شاردافیر دغه وزارت ته ورغوښتی وو او په دې هکله یې د خپل هیواد احتجاج هغه ته وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې تیره شپه د افغانستان له خاورې د  دیر په سیمه کې په پاکستاني پوستو د ۷۰ نه تر ۸۰ پورې وسلوالوسړو بریدونه کړي چې د پاکستان د پوځ له خوا ورته ځواب ورکړل شوی دی.

دا بیان وایي چې په دې برید کې اوه وسلوال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

خو افغانستان د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په اسلام آباد کې د افغان شاردافیر غوښتل د پاکستان له خوا د هغو لاس وهنو د پټولو یوه هڅه ګڼلې چې افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې په پرله پسې ډول د پاکستان له اړخه د افغانستان په خاوره کې ترسره کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج وویل "د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له نظره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د افغان دیپلوماتانو ورغوښتل د هغو سرغړونو د پټولو لپاره دي چې په پرله پسې توګه دډیورنډ د کرښې له هغه اړخه زمونږ په خاروره کې ترسره کیږي".

ښاغلی سراج وایي چې افغانستان هیڅکه هم چاته ددې اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د کوم بل ګاونډي په خلاف استعمال شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې افغان دیپلومات ته د سخت احتیجاج د وړاندې کولو په وخت د افغان چارواکو یو ځل بیا غوښتي چې د خپلې خاورې  نه د وسلوالود پرله پسې  توغندیو دډزو اوپه فزیکي توګه د بریدونو مخه ونیسي.

دا بیان وایي چې په داسې حال کې چې پاکستان د ترورستانو او د هغوی د پناه ځایونو په خلاف پراخه عملیات پیل کړي، پاکستان د افغان جکومت نه هم غواړي چې په خپله خاوره کې دترورستانو د پناه اخستلو مخه ونیسي.

دا بیان وایي " پاکستان به دا مسئله په لوړه کچه د افغان حکومت سره په یوه پراخه محتوا کې د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې د امنیت د ښه کیدلو لپاره مطرح کړي".

د کنړ په ولایت کې د افغان پولیسو قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ ادعا سمه نه ده او دا ځکه چې د سیدخیل په وینا د تیرو دوو میاشتو را پدیخوا پاکستان افغانستان سره د خپل سرحد سره ډیر نږدې نوې پوستې جوړې کړي چې ورسره د پاکستان دننه د افغانستان له اړخه د بریدونو احتمالات یې بیخې له منځه وړي .

جنرال سیدخیل وویل " یوه بله خبره داده چې د سرحد  په ۱۲ کیلومترو کې د صفر په نقطه کې  د پاکستان پوځیانو ددوو میاشتو راهیسې  پوستې جوړې کړي چې د هغو پوستو ۳۰۰ و ۴۰۰ متره لاندې راکښته کیږي دوه ځلې یې د خلکو څاروي له ځان سره وړي دي هغوي هلته پخپله تدابیر نیولې دي دا څنګه کیدای شي چې زمونږ له خاورې ورباندې برید وشي".

هغه وایي چې د پاکستان پوځ د هغو پاکستاني وسلوالو د مقاومت سره مخ دی چې پخپله یې روزلې دي.

د کنړ په ولایت کې د پولیسو دغه افغان جنرال وایي چې پاکستان د کوچني اختر یوه ورځ وړاندې ددغه ولایت په دریو ولسوالیو د توغندیو ویشتل له سره پیل کړي چې یوازې نن د چهارشنبې په ورځ د دانګام، شیګل او مرورې په ولسوالیو ۴۰ توغندي پریوتي دي.


اکرام شينواری

eshinwari+voanews.com

اکرام شینواري په کال ۱۹۹۰ کې د امریکا غږ پښتو خپرونې سره په پیښور کې همکاري پیل کړه، او اوس په کابل کې د امریکا غږ آشنا راډیو او تلویزیون د دفتر د مشرتابه مسئولیت په غاړه لري.

No records found for this widget:2380

ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 55.0MB
  • 360p / 75.0MB
  • 480p / 123.0MB
 
🔇
X
04.06.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.