05 سنبله, 1393

VOA Pashto Youtube Channel
live radio
Karwan TV Show

خبرونه / افغانستان

د کرکټ ملي لوبډله مالیزیا ته ولاړه

دا ځلې، په ملي لوبډلې کې یو شمیر نوي لوبغاړي هم شامل دي.
x
دا ځلې، په ملي لوبډلې کې یو شمیر نوي لوبغاړي هم شامل دي.
مطیع الله عابد
د آسیا د پريمير ليګ یوه ورځنۍ لوبې به د ثور په ١١مه یا د مي په لومړۍ نیټه په ماليزيا کې پيل شي.

په دغو پنځوس اووريزې لوبو کې به د افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه واخلي.

دا ځلې، د افغانستان په ملي لوبډلې کې یو شمیر نوي لوبغاړي هم شامل دي.

په ملي لوبډلې کې به محمد نبي عيسى خېل ، نور علي ، عثمان غني ، محمد مجتبی، شفيق الله شفق، سميع الله شينوار‌ى، ، ناصر جمال، حشمت الله شاهدى، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، اميرحمزه ، ميرويس اشرف او رحمت شاه شامل وي.

افغانستان د مي د میاشتې په لومړۍ نیټه، له هانګ کانګ سره لوبه کوي. د مي په دویمه نیټه به افغانستان له اماراتو سره او د می په څلورمه به له مالیزیا سره لوبې وکړي. همداراز، ملي لوبډله به د مي په  پنځمه له عمان سره او د مي په اوومه به له نيپال سره لوبې وکړي.

د افغانستان د کرکټ د بورډ اجراييوي رئيس ډاکټر نورمحمد مراد وايي چې ملي لوبډله د دغو لوبو لپاره پوره چمتوالي لري. هغه هیله څرګنده کړه چې د تیر په څېر به يو ځل بيا ملي لوبډله، د خپلو سيالانو پر وړاندې، له بريا څخه ډکه لوبه ترسره کړي.

د ټیم سره د پاکستان پخوانی لوبغاړي عامر سهیل هم د توپ وهونې د روزونکي په توگه د ملي لوبډلې سره مل دی.

مطیع الله عابد

mabidn+yahoo.com

مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

No records found for this widget:2380

ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 55.0MB
  • 360p / 75.0MB
  • 480p / 123.0MB
 
🔇
X
04.06.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.