Sunday, August 03, 2014 Local time: 04:59
Multimedia

VOA Deewa YouTube
 ډیوه ریډیو په ټیلي ویژن ژوندۍ خپرونه
 ډيوه رډيو ژوندۍ خپرونه - واورئ

خبرونه

سعودي عرب کې دوؤ خودکشو ځانونه الوځولي

دسعودي عرب دټي وي چينل العربيه ترمخه دغه پيښه دخالي په سحر ديمن دپولې سره نزدې سيمه شروره کې رامينځته شوې ده.

 دسعودي عرب په جنوبي سيمه کې  دالقاعده سره تړلو دوؤ ځانمرگيانو دامنيتي ځواکونو په گيره کې دراتللو وروستو ځانونه الوځولي دي.

 دسعودي عرب دټي وي چينل العربيه ترمخه  دغه پيښه دخالي په سحر ديمن دپولې سره نزدې سيمه شروره کې رامينځته شوې ده.

 دغه ځانمرگيانو غوښتل  يوې سرکاري ودانۍ ته  داخل شي ، خو امنيتي ځواکونو هغوي په گيره کې واخستل.

په دغه مهال دامنيتي ځواکونو  اؤ دغو ځانمرگيانو ترمينځ ډزې هم وشوې،ځانمرگيانو په امنيتي ځواکونو په خودکاره وسلو سره ډزې کولې اؤ په هغوي يې  لاسي بمونه هم غورځول.

  وروستو بريدکوونکو په ځانونو پسي تړلي بارودي مواد والوځول ، خو په دغه پيښه کې دځانمرگيانو دوژل کيدو پرته  کوم عسکر يا اولسي و گړي ته مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

 سعودي عرب ديمن سره تقريباً ١٨٠٠ کلو ميټره گډه پوله لري  اؤ  اکثره دغلته دتندروه اؤ جرائم پيشه کسانو سره دامنيتي ځواکونو نښتې رامينځته کيږي.

  دسعودي امنيتي ځواکونو  په يو بريد کې ديو ځانمرگي اؤ دوؤ عسکرو په گډون دشپږو کسانو دوژل کيدو وروستو دودانو تالاشي پيل کړې وه.

 دسعودي دسرکاري خبري ادارې ترمخه وسله والو دجمعې په ورځ  دسعودي لوري دواديه   په سرحدي چوکۍ  يو عسکر وژلى ؤ اؤ وروستو دډزو پيښه کې درې بريدکوونکي هم وژل شوي وؤ.

 خبري اداره وائي چې امنيتي ځواکونو  دوسله والو څخه يو نيولى ؤ اؤ په سيمه کې دپټ يو يا دوؤ  نورو وسله والو لټه يې کوله.

له دې وړاندې ديمن سرکاري خبري ادارې پخپل يو راپور کې  وئيلي وؤ چې  يو ځانمرگي  دبارودو نه ډک گاډى  ديمن اړخ ته واديه پولې ترڅنگ الوځولى ؤ چې پکې دغه ځانمرگى پخپل  اؤ يو عسکر وژل شوي وؤ.

 يمني امنيتي چارواکو  يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي وؤ چې  دامنيتي ځواکونو دتعقيب وروستو  تندلاري سعودي عرب ته تښتيدلي وؤ.

ژوندۍ ویډیو


                         
Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
ډیوه ریډیو به ټیلې ویژنi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 270p / 94.0MB
  • 360p / 124.0MB
  • 480p / 189.0MB
 
🔇
X
02.08.2014 17:00
پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی

تر ټولو په زړه پورې

Most Viewed
  1.  لاس څوک وهي - پاکستان که افغانستان ؟
  2. بونیر گله !! اختر په توپه وله
  3. خيال محمد استاذ ژوندى دى ، د مرگ افواه يې حقيقت نۀ لري: انورخيال
  4. پنجاب : دفيس بُک په تصوير درې احمديان وژل شوي
  5. پاکستان کې په بيلابيلو ورځو د اختر ويشل کيدو روايت برقرار