شنبه 11 اسد 1393 سیمه ییزوخت 07:49 PM
ژوندۍ خپرونې
مولټي میدیا
مرکې
فیس بوک
د ګوړې اچار
ویدیو او عکسونه

 نسیمي: که روانه انخاباتي لانجه حل نه شي افغانستان به بحران سره مخ شي
 د پاکستان په پنجاب کې د ډبرو سکرو استخراج
 د سیمې مهمې پېښې
 د سیمې مهمې پېښې
فیسبوک
تویتر
یوتیوب

راپورونه / افغانستان

ګراهام: که انتخابات ناکامه کیږي، افغانستان به ناکام شي

x

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو لانجه دوام لري او عبدالله عبدالله وایي، چې پرته له هیڅ ډول شکه، دی ګټونکی دی او په هیڅ صورت به اعلان شوي نتیجې ونه مني.

اشرف غني په خبري کنفرنس کې ویلي، د شاوخوا ۷۰۰۰ محلونو د بیا څیړنې یا شمېرنې سره موافق دی او د انتخاباتو د شفافیت ملاتړ کوي.

په همداسې یوه حالت کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په غیر معمول ډول، له کاندیدانو سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې او ورڅخه یي وغوښتل چې باید ارام اوسي او ملي وحدت ته باید زیان ونه رسوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما، مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي ته په ټیلیفون کې وویل، متحده ایالات تمه لري چې په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې باید په جدي ډول وڅیړلې شي.

سپینه ماڼۍ وایي، جمهور رئیس اوباما د سې شنبې په ورځ له اشرف غني احمدزي سره خبرې وکړې او د دوشنبې په ورځ یي له عبدالله عبدالله سره هم خبرې کړې وې.

د انتخاباتو لومړنیو نتیجو وښودله چې غني له عبدالله څخه شاوخوا یو میلیون رایي مخکې دی. خو عبدالله عبدالله وایي، په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، جمهور رئیس اوباما له دواړو کاندیدانو څخه په ټینګه وغوښتل چې؛ ارام اوسي او داسې کار باید ونه کړي چې د افغانستان ملي وحدت ته زیان ورسوي.

جمهور رئیس اوباما دغه راز خبرداری ورکړ، که چیرې د شخړو او له قانون پورته عمل وشي، افغانستان ته ممکن د متحده ایالاتو مرستې بندې شي.

له دې مخکې امریکایي سناتورانو جان مککین او لیندزي ګراهام هم په کابل کط له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره کتلي وو او د انتخاباتو د عملیې د بشپړیدو او شفافیت ټینګار یي کړی و.

سناتور ګراهام وویل، که چېرې د افغانستان د انتخاباتو پروسه ناکامه شی، افغانستان به ناکام شي:

″که انتخابات ناکامه کیږې، افغانستان به ناکامه شي. که چیرې د انتخاباتو درناوی ونه شي، د امریکا د مالیې ورکوونکو لپاره به ډیره ګرانه وي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي″

سناتورګراهام زیاته کړه، هیله ده چې د څیړنې یوه مشروعه پروسه د بایلونکي کاندید لپاره کافي وي چې خپله ماتې ومني، خو که چېرې داسې ونه شي افغانستان به بیرته تیارې ته لاړ شي.

کله چې له سناتورمککین نه پوښتنه وشوه چې ایا اشرف غني په انتخاباتو کي ګټونکی دی ؟ هغه په ځواب کي وویل:

″زه فکر کوم، له کومه ځایه چې ما د انتخاباتو نتیجې وکتلې، له دط زیات په نور څه نه پوهیږم.

موږ پوهیږو چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي، خو پوښتنه دلته چې ایا دا درغلۍ به د انتخاباتو نتیجې باطلې کړي؟ موږ باید چې درغلۍ وڅيړو او وروسته به ووینو چې څه پیښیږي.″

سناتور مککین دا هم وویل: زه ډیرخوشبینه یم چې غني او عبدالله به یو ډول جوړجاړی یا تړون وکړي. دوي دواړه د ناکامۍ په عواقبو پوهیږي.

له بلې خوا، عبدالله عبدالله خپلو ملاتړو ته وویل، چې انتخابات یي ګټلي او په هیڅ صورت به د درغلیو پراساس جوړ شوی حکومت ونه مني:

″پرته له شکه، موږ د انتخاباتو د دوهم دور ګټونکي یو. پرته له کوم شکه، موږ به تقلبي حکومت ته اجازه ورنه کړو چې د یوې ورځې لپاره حکومت وکړي.″    

اشرف غني احمدزي د سې شنبې په ورځ په خبري کنفرنس کې وویل، د تحول او تداوم ټیم موافقه کړې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دې د شاوخوا ۷۰۰۰ محلونو رايي له سره وڅیړي:

″زموږ رایي پاکې دي، موږ باور لرو چې له هر تفتیش نه چې هرڅه پراخ وي، انشاالله په بریالیتوب وځو.

د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونه چې کارونه نن هغوي ته وسپارل شول، په جدي ډول هیله کوو چې د ټولو ۷۱۰۰ محلونو رایي وڅیړي.″

له بلې خوا، د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ رازموسین هم د افغانستان د انتخاباتي لانجې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د سې شنبې په ورځ یي وویل، چې دا لانجه باید حل شي او نوی جمهور رئیس باید  سپتمبر میاشت کي له ناتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ټاکل شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ کابل ته لاړ شي او د مسلې په حل کي لازمې هلې ځلې وکړي. 

راپورونه

افغانستان

لوګر: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر سرګروپان ووژل شول

افغانستان

نورستاني: د رایو د تفتیش بهیر سبا (یکشنبه) پیلیږي

افغانستان

د غور والي په دې ولایت کې د ۱۴ ملکیانو وژونکی افشا کړ

افغانستان

وزیري: د درنو وسلو نه کارول د پوځي عملیاتو مخه نه نیسي

افغانستان

"ډېر ژر به د ارګو ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته د کورونو لپاره د ځمکو ویش پیل شي"

افغانستان

"د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه شوی"

افغانستان

ننګرهار: د حصارک ولسوالۍ په وروستیو نښتو کې ۶۰ وسله وال وژل شوي

افغانستان

د "پرند" په نوم د مړزانو د غوښې تولیدوونکي لومړني فارم خپل فعالیت پیل کړ

افغانستان

دانش: د پولیسو په لیکو کې تر قانوني سن د کښته عمر لرونکو استخدام صفر دی

منځنی ختیځ

امریکا او ملګرو ملتونو په غزه کې د اوربند ماتول غندلي دي

افغانستان

خوست: د ډرون په برید کې یو شمېر وسلوال ووژل شول

افغانستان

خوست: د سولې پیغام راډیو خپرونې بندې دي

افغانستان

نور: زیات شمېر نړېوال څارونکي افغانستان ته رارسېدلي

افغانستان

په افغانستان کې د رايو د تفتيش پروسه بيرته پیليږي

افغانستان

نسیمي: که روانه انخاباتي لانجه حل نه شي افغانستان به بحران سره مخ شي

نړۍ

"د روسي رسنيو مشر ميخايل لېسين د شتمنيو په هکله دې پلټنه وشي"

افغانستان

امریکا د رایو د تفتیش په بهیر کې د م.م د طرحې هرکلی وکړ

منځنی ختیځ

سپینه ماڼۍ: د ملګرو ملتونو پر تاسیساتو د اسراییلو بریدونه د منلو نه دي

سيمه

د روسیې پر اقتصاد د نویو بندیزونو اغیز

افغانستان

"امریکا د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې د افغان دولت له همغږۍ پرته پیسې لګولي"