د عراق پوځ وايي، د هغې ویډیو په اړه څېړنه کوي چې؛ د عراق او شام د اسلامي دولت یا داعش مشر ابوبکر البغدادي ته منسوبه ده.
دا ویډیو چې د شنبې په ورځ خپره شوه، البغدادي د موصل ښار په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د وینا په حال کې ښيي.
دې ډلې موصل ښار څو اوونۍ مخکې له عراقي ځواکونو څخه ونیو.
د عراق د پوځ ویاند ډګرجنرال قسیم الموسوي پرون وویل؛ پوځي متخصصان د دې ۲۱ دقیقې ویډیو په اړه څېړنه کوي څو معلومه کړي چې آیا هغه کس چې وینا کوي په رښتیا البغدادي دی کنه.
جنرال موسوي زیاته کړه:
"عراقي امنیتي ځواکونه د دې ویډیو او د هغې د معلوماتو په اړه څېړنه کوي. چارواکي د عراق او شام د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابراهیم عواد ابراهیم البغدادي په اړه چې په البغدادي مشهور دی اسناد لري.
د دې ټروریسټ په اړه له ۲۰۱۰ کال راهیسې چې ده؛ د داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم ډله جوړه کړه؛ له موږ سره مهم معلومات شته."
د عراق د پوځ ویاند دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې؛ د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند سعد مان وویل؛ دوی د دې ویډیو په اړه څېړنه کړې او ورته معلومه شوې ده؛ چې هسې ټوکې او مسخرې دي.
مان وویل، البغدادي په دې وروستیو کې د عراق د پوځ په هوايي برید کې ټپي شوی او د علاج لپاره سوریې ته لېږدول شوی دی.
په دې ویډیو کې ظاهراً البغدادي په داسې حال کې چې توره لونګۍ او تورې جامې یې اغوستي دي، د اسلامي دولت اجنډا اعلانوي.
بغدادي چې د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه یې اسلامي خلافت اعلان کړ؛ د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې؛ د ده اطاعت دې تر هغه وخته وکړي چې؛ دی د خدای اطاعت کوي.